د ملي بیرغ ورځ؛ د افغانستان د تور، سور او شین بیرغ لنډه تاریخچه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
لیکنه: ملیحه ناصري

نن د زمري اوومه( ۱۳۹۹/۵/۷) د ملي بیرغ ورځ ده. د زمري اوومه نېټه د افغانستان دولت له لوري د بیرغ ورځ ټاکل شوې او پر دې ورځ به خلک ملي توغ په ځانګړو مراسمو کې نمانځي.
د دې ورځ د نمانځلو په پار غونډې جوړېږي, ځانګړي مراسم ترسره کېږي. سږکال د افغانستان دولت مسوولینو ویل شوي چې له هېوادوالو مو هیله ده د خپلو کورونو پر سر یو- یو ملي بیرغ راوځړوي.
سربېره پر دې به د دولتي ودانیو دېوالونه, د برق پایې او عمومي ځایونه د افغانستان د ملي توغ په رنګ, رنګ شي.
د افغانستان ملي بیرغ ځانګړنې, رنګونه او نور مالومات د افغانستان د اساسي قانون په نولسمه ماده کې سپړل شوي دي. زموږ بیرغ له کیڼ لوري پر ښۍ خوا درې رنګه لري (تور, سور, شین) چې د هندسي شکلونو په مستطیلي بڼه انځور او څنګ پر څنګ ایښودل شوي دي.
د افغانستان د بیرغ څرنګوالی د افغانستان علومو اکاډمي له لوري څېړل شوی. دا بڼه یې د کابل د پغمان لویه جرګه کې چې په ۱۳۰۷ل کې جوړه شوې وه, د امان الله خان له لوري د هغه وخت د تور بیرغ پر ځای وړاندیز شوه, وړاندیز یې ومنل او تصویب شو.
د بیرغ دې رنګونو کې ځانګړی پیغام شته؟!
هو!
تور رنګ یې د افغانستان د ( ښکېلاک/ استعمار) توره دوره ښیي.
سور رنګ د هغې پړاو ښکارندویي کوي چې افغانستان خلکو د (ښکېلاکګرو) پر ضد بغاوت او پاڅون وکړ.
شین رنګ ښکلی پیغام لري, زړونه خوشحالوي او هیله بښونکی دی؛ نو ښه پر ځای ټاکنه وه او د ( خپلواکۍ/ سمسورتیا) پیغام لېږدوي.
د حبیب الله کلکاني وخت کې بیرغ بدلون وکړ, بیا راوروسته حکومتونو تر ظاهر شاه پورې تر همدې درې رنګه توغ لاندې ژوند کاوه, یوازې د مینځ نښان یې لږ بدل شو.
ورپسې د داوود شاه وخت کې یې درېواړه رنګونه په افقي بڼه سر پر سر ځای کړل شول.
په ۱۳۵۷ل ل کې کمونیستي حکومت توغ سره رنګ ته واړاوه. په مینځ کې(خلق) ورزیات کړ؛ خو ۱۳۵۸ل کې بېرته خپلې بڼې ته ورنږدې شو.
زموږ اوسنی ښکلی بیرغ د ۲۰۰۱ز کال لویه جرګه کې وټاکل شو. په دې لوګو کې محراب او منبر دی, طیبة کلیمه, الله اکبر, د لمر څرکونه, ښي او کیڼ لور د غنمو دوه وږي ترې چاپېر شوي, د افغانستان نوم, بیرغ او د خپلواکۍ کال ۱۲۹۸لېږدیز لمریز پرې لیکل شوي دي.
اوسنی بیرغ مو ملي بڼه لري او د ټول ملت استازولي کوي!
حبیب الله رفیع د علومو اکاډمي غړی وایي چې پخواني بیرغونه د حاکمانو په خوښه و؛ خو دا اوسنی مو د ( افغانستان ملت) مال دی.
د بیرغ د ملي ورځې په ویاړ غونډې:

کابل – مرجان غونډۍ – د هند له لورې ډالۍ شوی بیرغ

هر کال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په خورا هېوادنۍ مینه, د بیرغ ملي ورځ په شانداره مراسمو نمانځل کېږي. غونډې جوړېږي, مشاعرې کېږي, دېوالونه او نور ښکلي ځایونه پر همدې رنګ رنګول کېږي, د هېواد ملي بیرغ خلک پر موټرونو, خپلو مخونو , جامو او لاسونو باندې چاپوي/ رسموي.
په ټولنیزو رسنیو د دې ورځې د مبارکۍ پیغامونه خپرېږي. ځوانان سړکونو ته راوځي او ملي ترانې غږوي. سږکال هم د ښکلو غونډو چمتووالی نیول شوی.
اوسمهال د افغانستان تر ټولو ستر بیرغ چې هند افغانستان ته ډالۍ کړی و, د کابل په (مرنجان) غونډۍ کې رپېږي. ۶۸ متره اوږدوالی او ۳۰ متره بر یې دی.