راپور: بشر درویش
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۱۵۱ عصري ممیزخونو د جوړولو چارې پیل شوې، چې اوس د بشپړېدو په درشل کې دي او ډېر ژر به یې پاتې چارې بشپړ او د انګورو بڼوالو په واک کې به ورکړل شي.
د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه د یاد ولایت د کرنې رییس زلمی الکو له قوله وایي، چې دغه عصري ممیزخونې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ناوې، ګرمسیر، مارجې او نهرسراج ولسوالیو کې جوړیږي.
ښاغلی الکو وویل:
«هلمند هر کال زرګونه ټنه انګور توليدوی، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کیږي.»
یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړیږي. ددې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.
د ممیز خونو اغیز
په هلمند کې تر دې وړاندې هم د کرنې وزارت اړوند د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې او مرسي کورپ موسسې په مالي همکارۍ ۲۷ بابه عصري ممیزخونې جوړې شوي دي او د انګورو بڼوالو په واک کې ورکړل شوي دي.
هلمند څخه هر کال نورو ولایتونو ته زرګونه ټنه انګور لېږل کیږي او کله نا کله د بڼوالو انګور په ډېره ټېټه بیه پلورل کیږي، دې ته په کتو د عصري ممیز خونو جوړول کولای شي، چې بڼوالو سره مرسته وکړي ترڅو په ښه او عصري بڼه یې انګور په ممیزو بدل شي او له دې لارې ښه عاید ترلاسه کړي.
د چارواکو په خبره د عصري ممیزخونو په جوړولو سره د بڼوالو عواید ۳۳ سلنه زیاتیږي.
هلمندي بڼوال وایي کوم ممیز چې، دوی یې په عصري ممیزخونو کې تولیدوی په بازارونو کې یې بیې تر دودیزو هغو چې، دویي په دودیزه بڼه تولیدوی دوه چنده ده.
د کرنې وزارت ویلي؛ عصري ممیز خونې د بڼوالو په اقتصادي وده کې رغنده رول لوبوی، ځکه کوم ممیز چې په دغو ممیزخونو کې تولیدیږي له هغو ممیزو څخه چې، په دودیزه بڼه تولیدیږې څوچنده ښه کیفیت لري.
باید وویل شي، چې د وروستیو کلونو په ترڅ کې په هېواد کې د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو اقتصادي ودې او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار د کرنې وزارت له خوا سلګونه معیاري او اسټنډرډ ممیزخونې جوړې شوي دي.