لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان د کرکټ په برخه کې یو داسې شاټ وهلی، چې د هېوادوالو ترڅنګ یې بهرنیان هم حیران کړي.
د هندوستان هېواد په کورنیو تجارتي سیالیو «IPL» کې ګډونوالې لوبډلې سنرایزر حیدرآباد پر خپلې ټویټر پاڼې د راشدخان ارمان یوه داسې ویډیو خپره کړې، چې پکې راشدخان یو جالب او په زړهپورې هلیکوپټر شاټ ووهي.
په یاده ویډيو کې راشدخان ارمان د کابل په کرکټ لوبغالي کې پر بل افغان لوبغاړي فرید ملک باندې یاد هلیکوپټر شاټ ووهي.
دوی دواړه په کالو کې کرکټ کوي.
🚁🤯#OrangeArmy #SRH | @rashidkhan_19 pic.twitter.com/P4vg1OGavz
— SunRisers Hyderabad (@SunRisers) July 24, 2020
راشدخان ارمان په هېواد دننه او بهر کې یو پېژندل شوی نامتو توپ اچونکی دی.
هغه د افغان لوبډلې لپاره تر دې دمه ۳ ټیسټ، ۶۸ یو ورځنۍ او ۴۱ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
راشدخان ټیسټ لوبو کې ۲۰ ویکټې، یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۱ ویکټې او شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۷۹ ویکټې اخیستې دي.
د افغان لوبډلې ترڅنګ راشدخان ارمان په بنګله دېش، هندوستان، ویسټ انډيز، انګلستان، اسټرالیا او سویلي افریقا لیګونو کې لوبېدلی دی.
راشدخان ارمان د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې لومړي ځای لري او د نړۍ پر ټولو توپ اچونکو باچاهي کوي.