کورونا وایروس؛ د شدیدو ناروغانو لپاره هیله بښوونکي درمل

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه: نسیمه محمدي

د کورونا وایروس نوې درملنه د استشمام له لارې ترسره کېږي. په لومړیو کلینیکي څېړنو کې (د نویو او هیله‌بښونکو درملو یادونه شوې او د بستر شویو ناروغانو په کمښت کې د پام وړ کموالی راغلی دی.)
هغه ناروغان چې له SNG001 درمل ترلاسه کړي، ۷۹٪ په شدید حالت لږ اخته او د کوویډ- ۱۹ د هغو ناروغانو په پرتله چې پلاسیبو اخیستي، د بشپړې روغتیا ترلاسه کولو چانس دوه برابره دی.
دا درملنه په مستقیم ډول د نېبولایزر آلې په واسطه سږو ته رسول کېږي او د درمل جوړولو د یوه شرکت سېنارجین (synairgen) په واسطه جوړ شوي دي.
دا درمل د اېنټروفرون بېټا ۱ پروټین څخه ګټه اخلي، چې په طبیعي ډول د ساري ناروغیو پر وخت په بدن کې تولیدېږي.
دا آزمایښت د بشپړې ناخبرتیا او د پلاسیبو (درمل نما) د ډلې په طریقه ترسره شو، مانا دا چې نه څېړونکي او نه هم ناروغان پر دې پوهېدل، چې آیا دا درمل (SNG001) نوموړي پروټینو سره مصرفوي یا یوازې پلاسیبو.
تر اوسه سېنارجین د دې آزمایښت په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي، یا هم هغه علمي مقالې چې د څېړونکو بحث پرې باید ترسره شي، نه دي خپاره شوي.

په سوَدهامپتون پوهنتون کې د تنفسي درملو د برخې استاد او د څېړنې مدیر، ټام وېلکینسون په وینا، که د څېړنې پایلې تایید شي، دا درملنه به (اغېزناکه او هیله‌بښونکې) وي.
نوموړي وویل:

“موجوده څېړنې زموږ عقیده باوري کوي، چې اېنټرفرون بېټا۱ د سږو د شدیدو تنفسي ناروغیو، د سږو د بیارغونې ساتندویه سیسټم کې، چې د بدن د روغتیا او د کورونا وایروس په وړاندې د مبارزې په چټکتیا کې سبب ګرځي، ګټور تمامېږي.”

پروفیسور استیون هالګېټ، په سوَدهامپتون پوهنتون کې د ارواهپوهنې استاد او د سېنارجین شرکت له بنسټګرو څخه دی، وویل، چې دا درملنه (د سږو د بیارغېدو لامل ګرځي، چې د وایروسونو او یا هر ډول جنېټیکي یون او د نورو تنفسي وایروسونو سره د همکارۍ، لکه آنفلونزا یا (آر.اس.وي)، چې ممکن د ژمي په موسم کې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د دویمې څپې شاهدان اوسو، له منځه یوسي.

هغه ناروغان چې په روغتون کې د بستر کېدو پر وخت سخت ناروغ وو، د SNG001 درملو د ناروغانو د رخصتېدو احتمال، تر شپږو ورځو ته، د هغه کسانو په پرتله چې د پلاسیبو درمل مصرف کړي وو او نهه ورځې په روغتون کې بستر وو، راکم کړی.
همدارنګه څېړنې، د درملنې پر وخت د تنفسي ناروغیو د کمښت او د ساه‌تنګۍ د پرې کېدو څخه خبر ورکړی.
سېنارجین راپور ورکړی درې تنه (۶٪) چې پلاسیبو درمل مصرف کړي وو، مړه شوي، په داسې حال کې هغوی چې خپله درمل مصرف کړي، د مرګ خبر نه دی ورکړل شوی.
د تحقیق څېړونکي په دې باور دي چې دا درمل حتا په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کېدو په لومړیو پړاوونو کې هم ګټور تمامېدای شي.

ریچارډ مارسډن، د سېنارجین عامل مدیر، وویل دا درمل«کولای شي د کوویډ- ۱۹ بستر شویو ناروغانو کې لویه لاسته راوړنه وي.»
سېنارجین اوسمهال، روغتیایي بنسټونو ته د خپلو موندنو د وړاندې کولو په حال کې دی، چې د درملو لپاره تاييد ترلاسه کړي. هغه څه چې د برېټانیا د دولت له لوري باید چټکتیا ومومي، ځکه وړاندې تر دې یې منلې وه، چې د کوویډ- ۱۹ درملو جوړول به تایید او چټک شي.
د استما ناروغانو پخوانۍ څېړنو وښودله، چې د انسان بدن د SNG001 درمل په ښه ډول زغمي، د ساري ناروغیو په وړاندې د سږو د دفاعي سیسټم پیاوړتیا سبب ګرځي او د انفلونزا/ زکام پر وخت د سږو له ښه فعالیت سره مرسته کوي.