لیکنه: محمدصابر حمیدي
د سوشال بیکرز «Social Bakers» په نامه یوه سایټ هغه لس افغانان په ګوته کړي، چې پر ټویټر د هېواد په سطحه تر نورو ټول ډېر پلویان لري.
۱ـ افغان ولسمشر محمد اشرف غني؛
۲ـ د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان ارمان؛
۳ـ د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله؛
۴ـ د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح؛
۵ـ د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي؛
۶ـ د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي؛
۷- د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل؛
۸ـ د بهرنیو چارو سرپرست محمد حنیف اتمر
۹ـ د مالیې پخوانی وزیر او پاکستانی کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر زاخېلوال؛
۱۰ـ د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل.
لکه څنګه چې په افغانستان کې په زیاته اندازه ټویټر سیاسین کاروي، خو په دې لیست کې دوه کرکټران راشدخان ارمان او محمدنبي عیسی خېل هم راغلي دي.
د ملي لوبډلې دا دوه تکړه او نامتو لوبغاړي دا نه چې یوازې دلته افغانان یې څاري، بلکې په نړیوال یې هم پر ټویټر څاري.
د سوشال بیکرز سایټ د راپور په بنسټ په تېر کال کې تر ټولو زیات افغانان پر ټویټر فعال وه، چې په سلو کې ۱۶ سلنه ښودل شوی.
له هغه وروسته د روان کال په لومړۍ میاشت کې ۱۵ سلنه خلګو ټویټر کاراوه.
مګر په عمومي توګه هغه کسان چې ټولنیزې رسنۍ کاروي، ۵ سلنه یې په ټویټر کې فعال دي.