ژباړه: عایشه حیدري
د چرګانو او د چرګې هګۍ په ټوله نړۍ کې پېژندل شوي خواړه دي، هر چېرې پیدا کېږي، او افغانان هم ورسره بلد دي، ځکه په کلیوالو سیمو کې کورنۍ چرګان ساتي او له غوښې او هګیو څخه یې خپل ورځني خواړه برابروي. دا چې د چرګانو د هګیو موندل اسانه ده او اسانه پخېږي، نو ډېر خلک یې خوښوي او داسې څوک به ونه مومئ چې د چرګانو له هګیو استفاده یې نه وي زده او یا یې پخې نه شي کړای.
له بلې خوا د چرګو هګۍ د انسان د بدن د اړتیا وړ ډېر قوي ویټامنیونه او معدني مواد لري چې په نننۍ لیکنه کې یې تاسو ته یو په یو درپېژنو.
راځئ لیکنه تر پایه ولولئ او د چرګانو په هګیو کې د شته ویټامینونو او معدني موادو په اړه مالومات ترلاسه کړئ.
۱ – کلسیم
د چرګې هګۍ د کلسیم يوه غوره سرچینه ده او که په منظم ډول د چرګې له هګیو څخه په خپلو ورځنیو خوړو کې ګټه پورته کوئ نو د بدن هډوکي به مو کلک، پیاوړي او روغ وي او سالم غاښونه به ولري، د دې ترڅنګ د چرګې د هګیو خوړل د زړه فعالیت او ټکانونه تنظیموي او د وینې فشار کنټرولوي او د وینې سره کرویات تولیدوي.
۲ – اوسپنه
د چرګې هګۍ په پرېمانه کچه اوسپنه لري، له همدې کبله د چرګې د هګۍ خوړل د دې لامل کېږي چې په وینه کې اکسیجن په سمه توګه انتقال شي، ځکه چې په بدن کې د اوسپنې شتون د وینو له سرو کرویات څخه د اکسیجن د انتقال لپاره ډېر اړین دی، که چېرې په منظم ډول په خپلو خوړو کې له هګیو څخه ګټه واخلئ هېڅکله به له انیمیا یا وینې له کمښت سره مخ نه شئ.
۳ – پوټاشیم
د چرګې هګۍ د نورو معدني موادو ترڅنګ یو شمېر پوټاشیم هم لري، پوټاشیم د بدن روغتیا ته ډېره ګټه لري، په بدن کې د الکلین اسید د کچې په منظمه ساتلو کې مرسته کوي او په بدن کې د سوديم د جذب لامل کېږي.
۴ – منګنیز
د چرګې په هګۍ پریمانه منګنز شته، په بدن کې د منګنز شتون د ډېرو خطرناکو ناروغیو مخنیوی کوي او ځینې ناروغۍ له منځه وړي. د بېلګې په ډول هغه ښځې چې په شنډوالي ناروغي لري بویه چې د چرګې له هګیو څخه په خپلو خوړو کې ډېره ګټه واخلي. همدارنګه منګنیز د ټول بدن هډوکي په ځانګړي ډول د پښو او د ملا د تیر هډوکي پیاوړي او مظبوطوي.
۵ – زینک
د چرګې هګۍ د زینک یوه غني سرچینه ده. په بدن کې د زینک د اړتیا وړ کچې شتون د ټپونو په رغېدو کې ډېره مرسته کوي او د ماشومانو اسهال هم رغوي. نو هڅه وکړئ چې خپلو ماشومانو ته د ورځې په لړ کې لږ تر لږه یوه هګۍ ورکړئ.
۶ – کلسټرول
د چرګې یوه هګۍ ۷۵۰ میلي ګرامه کلسټرول لري. که چېرې روغ یاست او هره ورځ د چرګې یوه هګۍ خورئ نو اندیښنه مه کوئ د چرګې د هګۍ کلسټرول به ستاسو بدن ته هېڅ ډول زیان ونه رسوي، روغتیاپالان وایي چې باید هر انسان د ورځې په لړ کې یوه هګۍ ارومرو وخوري.
د پورته یادو شوو موادو تر څنګ، د چرګې هګۍ ځینې نور ګټور مواد هم لري چې دلته ترې یادونه کوو:
۱- د چرګې یوه هګۍ ۷۶ کالوري یا انرژي لري.
۲- د چرګې یوه هګۍ ۷.۵ ګرامه پروټین لري.
۳- د چرګې یوه هګۍ ۵.۱ ګرامه سالم او بې زیانه غوړ لري.
۴- یوه هګۍ ۱.۴ ګرامه تصفیه شوي غوړ لري.
د لیکنې په پای کې باید یادونه وکړو چې د چرګې هره هګۍ لوړه کچه معدني او د بدن د اړتیا وړ نور مواد لري. د دې ترڅنګ که د چرګې هګۍ په هر ډول پخه شي او وخوړل شي بدن ته ګټه رسوي خو که چېرې د چرګې هګۍ و اېشول شي او و خوړل شي دا به ډېره غوره وي ځکه چې په اېشول شوې هګۍ کې هېڅ ډول غوړي نه وي کارول شوي.