د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې پخواني غړي او په تېر نړیوال جام کې د ۱۹ کلنو کرکټ ملې لوپډلې روزونکي رییس احمدزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې په افغان کرکټ بورډ کې هغه کسان په دندو ګمار کیږي، چې په کرکټ هیڅ نه پوهیږي.
رییس احمدزي د طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، که په کرکټ بورډ کې اوسنی وضیعت همداسي دوام وکړي، نو افغان کرکټ او لوبغاړو ته زیات تاوان اړولای شي.
رییس احمدزي زیاته کړه:
«کوم خلګ چې په کرکټ بورډ کې ګمارل کیږي دوی زه نه ملامتوم، زه هغه کسان ملامتوم چې دوي د کرکټ په برخه کې غیر مسکلي کس په دندو ګماري. تر څو چې کرکټ بورډ ته مسلکي کسان نه وي راغلي په افغانستان کې کرکټ پرمختګ نشي کولای. که دا لړۍ همداسي دوام وکړي افغان کرکټ او لوبغاړو ته به ډېر تاوان وکړي.»
رییس احمدزی وروسته له هغه دا خبري کوې، چي دې وروستیو کې د کرکټ بورډ پر رهبرۍ بیلابیلو برخو کې نیوکې کیږي.
ښاغلي احمدزي یوه میاشت وړاندې د غوراوي کمېټې څخه استعفاء وکړه.
هغه ویلې وه، چې په کرکټ بورډ کې د ښه سیسټم نه شتون له امله يې استعفاء کړې.
رییس احمدزی تر دې مخکي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي لوبغاړی وو، چي د ملي لوبډلي لپاره یې هم توپوهنه او هم توپ اچونه کوله.
احمدزی د افغان کرکیټ ملي لوبډلي سره د پيله وو، خو لس کاله مخکي یې د ملي لوبډلي سره مخه ښه وکړه.
هغه په ملي لوبډله کي وروستۍ شل آوریزه لوبه د ۲۰۱۰م د مې په ۵مه نېټه د سویلي افریقا په وړاندي ترسره کړه او د دې ترڅنګ یې بیا وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۰ م د فیبرورۍ میاشتي په ۱۸مه نېټه د کاناډا په وړاندي ترسره کړه.
له هغه راوروسته رییس احمدزي د ملي لوبډلي او افغان کرکیټ بورډ سره په بیلو برخو کي دندي ترسره کړې دي.
د کرکیټ ډیری مینه وال کرکیټ بورډ دې برخه کي ګرم بولي او وايي، چي رییس احمدزی د افغان کرکیټ ملي لوبډلي او په خاصاً توګه د نوو ځوانو لوبغاړو د موندلو او هڅوني لپاره مهم کس وو.