د نا امنیو په اوج کې د زور/ پرتم ښکاره کول

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: نسیمه محمدي
که څه هم له یوې خوا افغانستان په اور او لوګي کې سوځي او د سمنګانو د ملي امنیت پر دفتر برید کې تر ۵۰ زیات کسان شهیدان او ټپیان شوي او خلک په ویر او ماتم کې ډوب دي، خو بلخوا، څو ګامه لرې، ‘څمڅۍ سره نڅا ” د سندرو او ګډا جشن، د افغانستان په تاریخ کې د درېیم مارشال د پېژندنې په موخه ترسره شوی وو.
د ملي تحريک/ جنبش اسلامي مشر، عبدالرشيد دوستم پخوانۍ هیله او ارمان هم پوره شو. نوموړي بې شمېره مډالونه چې په بېلابېلو جنګونو کې ترلاسه کړي وو، سکې یې پر سینې او اوږو ځړلي، د هیواد تر ټولو عالي نظامي نښې/ مارشالۍ لقب ترلاسه کړ.

د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه تره(شاه ولي خان)، چې کابل د حبیب‌الله کلکاني څخه ونیو او مارشال محمد قسم فهیم، د پخواني ولسمشر معاون، چې د احمدشاه مسعود له وژنې وروسته کابل ته راستون شو، دوستم د افغانستان په تاریخ کې درېیم کس په توګه د مارشالۍ رتبې ته ارتقا وکړه.

خو له هماغه پیل څخه خورا ښکاره توپیر تر سترګو کېده.
که څه هم د افغانستان د پخوانیو دوو پوځیانو د نمانځلو مراسم د وخت د پاچا او ولسمشر په حضور او په ارګ کې، تر سره شوي وو، د دوستم د ترفیع مراسم د نوموړي په خپل ټاټوبي(شبرغان) او د ترکټبره قومونو په منځ او د اشرف غني په غیاب کې، په دودیز ډول ترسره شول.
ښاغلي غني چې د عبدالرشید دوستم امر لاسلیک کړی، نه یې په ارګ کې مراسم نیولي او نه یې هم دمارشالۍ په جشن کې ګډون وکړ. ولسمشر غني حتا د عبدالرشید دوستم د ارتقا په اړه، پیغام نه دی لېږلی او نه یې ویلي چې ولې یې په هېواد کې د یوېتاریخي ممکنه پېښې پر وخت حضور نه درلود.
یوازې څه چې له ارګه لوستل شوي، د عبدالرشید دوستم د مارشالۍ حکم په دې مضمون سره چې وړاندې هم خپور شو وو، دی:
«د افغانستان د اساسي قانون د 64 مادې د ۱۹مې فقرې له مخې، د مارشالۍ رتبه، د هېواد سیاسي شخصیت، عبدالرشید دوستم ته د سیاسي مرګ ژوبلې د حل او د هېواد د ثبات په برخه کې د خدمت لپاره ورکړل شو. د الله ج څخه ورته بریا غواړم. د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر، محمد اشرف غني.»

دا فرمان د عبدالله عبدالله، په ټاکنو کې د ښاغلي دوستم سیاسي متحد په ډېر ټینګار ورکړل شو. ښاغلی عبدالله د ټاکنو د پایلود لانجمن کېدلو، د ولسمشر غني سره د ګډ دولت پر جوړېدو هوکړه وکړه، چې د دوستم مارشالي د دې هوکړې له اساسي شرایطو څخه وو.
عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه د ارګ په نشتون کې، د مصالحې شورا مشر، عبدالله عبدالله له لوري چې ټول ټیم سره شبرغان ته سفر کړی وو،په رسمي توګه ورکړل شوه.

د دې جنجالي رتبې مراسم د دوستم په ټاټوبي، عدالت پارک کې نیول شوي وو، ځکه د نوموړي ټاټوبی د څو سوو مېلمنو د ښه راغلاست لپاره، تالار نه لري. دا پارک په ۲۰۰۱م جوړ شو، همدارنګه په جګړو کې د دوستم د څو زره مړه شویو، پلویان د دفن ځای هم دی.
د عبدالرشید دوستم څخه د اشرف غني د واټن یو لامل هم د افغانستان په جنګونو کې د نوموړي ګډون دی. کله چې ولسمشر عبدالرشید دوستم( پېژندل شوی قاتل) ویلی وو، وروسته په ۲۰۱۴م په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا لپاره له نوموړي سره جوړه وکړه، خو وروسته یې له قدرت لرې کړ.
دوستم د هېواد له هغو څېرو څخه دی، چې په ۱۹۹۲م کې د نجیب‌الله د حکومت په ړنګولو کې د مجاهدینو سره رغنده رول او همکاري لرله. خو پلویان او افراد یې وروسته کابل ته داخل او له نورو جهادي ګوندونو سره یې په جګړه کې په زرګونو خلک ووژل او د هیواد پلازمېنه یې ړنګه کړه.
وروسته له هغې د جنرال دوستم کسانو مزارشریف ښار او څو شمالي ولایتونو ښارونه ونیول، خپلواکه کار او بار یې پيل او ځانته پیسې چاپ کړې. د ۱۹۹۰م په وروستیو کې د طالبانو په برید، او په ۲۰۰۱م کې په افغانستان د امریکا له برید وروسته، د جنرال دوستم او طالب ځواکونو ترمنځ، سخته نښته وشوه چې زرګونه طالب جنګیالي په کې ووژل شول. د بشري حقونو بنسټونو ښاغلی دوستم د بشري حقونو څخه د سرغړونې، او په کانټینرونو کې د طالب بندیانو پر وژلو تورنوي.

له بلخوا، د اکبربای او احمد ایشچي په څېر سیاسي مخالفین یې ادعا کوي، چې عبدالرشید دوستم دوی تښتولي او جنسي تېری یې پرې کړی. همدا اوس هم، دوستم د هېواد په لویه څارنوالۍ کې قضیه لري، خو هېڅ ډول عدلي او قضایي حکم د دې تورونو په وړاندې نه دی صادر شوی او عبدالرشید دوستم هم دا ادعاوې ردوي.
دوستم د طالبانو له دورې وروسته د ۲۰۰۱م په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړ او شاوخوا نهه سلنه رایې یېترلاسه کړې. د ۲۰۱۴م په ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني لومړۍ مرستیالۍ ته ورسېد، که څه هم وروسته له دولت لرې کړای شو.
نومړي د مارشالۍ د ورکړې په مراسمو کې یو ځل بیا د ځان په وړاندې د نړیوالې ټولنې باور یاد او ویې ویل، که حکومت فرصت ورکړي، په شپږو میاشتو کې به د طالبانو پر ضد جګړه بدله شي.
خو عبدالله عبدالله په ورته مراسمو کې وویل، که هره ډله فکر کوي، چې د جګړې سره قدرت ته رسېږي، تېروتنه ده.
هغه وویل اوس د د خبرو اترو زمینه برابره شوې او هیله‌ لري، چې په هېواد کې اوربند ټینګ او تلپاتې سولې ته ورسیږي.

عبدالرشید دوستم ته د هیواد لوړ رتبه مقام ورکولو پراخ غبرګونونه راپارولي او ټولنه یې په دوو ډلو وېشلې ده. ځینو دا فرمان د د بشري حقونو د تورونو نقض او د ډیموکراتیکو ارزښتونو خلاف بللی. خو د دوستم پلویان، نوموړې په څلوېښت کلنې جګړې د حضور او د هېواد د بدلونو له امله د دې مقام وړ ګڼي.