ژباړه: عصمت الله صالح
پر دې سربېره چې وړکتون ټولنې ته د ننوتلو لومړی ګام دی، خو تر درې کلنۍ مخکې د ماشوم لپاره ډېر مهم نه دی او دا توصیه هم نه کېږي چې ماشوم باید تر درې کلنۍ مخکې وړکتون ته بوتلل شي.
څرنګه چې ماشومان تر درې کلنۍ وړاندې د کورنۍ پاملرنې ته اړ دي، خو که وړکتون ته بوتلل شي، نو هلته یې پالوونکې/ پالوونکی مجبور دي چې خپله پاملرنه په ټولو ووېشي. بس تر درې کلنۍ پورې غوره ده چې د دوی پالنه مور او یا انا وکړي.
بلخوا هغه مېرمنې چې بوختیا لري، که له ماشوم سره د لرېوالي په خاطر اندېښمنې وي، چې ممکن له ماشوم سره به یې واټن پیدا شي او یا یې عاطفه او مینه ورسره کمه شي، نو باید چې ډېر احتیاط وکړي.
د مور او ماشوم اړیکه، وړکتون ته د ماشوم له بېولو او نه بېولو سره هېڅ تړاو نه لري او نه دا مهمه ده چې ماشوم له مور سره دی که له انا سره، بلکې اصلاً خبره د هغه آرامتیا ده، لکه ماشوم یې چې د مور په خوا کې احساسوي.
ځینې میندې چې له کاره راشي، پرته له دې چې ماشوم ته شیدې ورکړي، هغه آرامېږي او د مور په غېږه کې یوه عجیبه آرامتیا احساسوي. ځینې نور هم چې کله ناآرامه شي، نو د پالونکې، انا او مربي غېږې ته ورځي، چې په ماشوم کې دا ټول عادتونه د مور له درون څخه په تاثر رامنځه کېږي.
کومې میندې چې ژر غوسه کېږي؛ د کار پر مهال ژر ستړې کېږي او یا له خپلو خاوندانو سره وخت ناوخت لانجه کوي، اصلاً دا ټولې ستونزې ورسره د ماشوم له زېږون وروسته پیدا شوې دي او ماشوم یې پر دې حالت پوهېږي، ځکه ماشوم د مور په ګېډه کې نهه میاشتې موده تېره کړې وي او لویه غوښتنه یې د میندو آسانه فعالیت او کار وي.
پس نو میندو ته پکار ده چې دا مهمه موضوع هېره نه کړي او هېڅکله دا فکر ونه کړي چې زما زوی ځکه ناآرامه دی چې یا مو وړکتون ته لېږلی او یا له بل چا سره و.
ماشومان چې ډېر کمزوي او له هر ډول زیانه ډېر وېرېږي، نو په همدې خاطر د خپلې پالونکې غېږې ته ورځي.
پر دې اساس نو میندې باید له دې مهمې موضوع څخه بېخبره نه وي.
بل ټکی دا دی کله ماشومان ټولنیز فعالیتونه پیل کړي، نو مور او پلار ته پکار ده چې له نورو څخه په تقلید درېیم شخصیت شي، یعنې مور او پلار جوړ شي، نو غوره ده چې خپل ماشومان له درې یا څلور کلنۍ وروسته وړکتون ته بوځي او یا له همځولو سره پرېښودل شي.
له همځولو سره پرېښودل یې پر ټولنیزو ارزښتونو پوهوي او یو غوره شخصیت ترې جوړېږي.
له پورته ټولو څرګندونو څخه دا پایله اخیستلی شو چې د ماشوم د روزنې لپاره باید داسې کورنۍ وټاکل شي چې د ماشوم سالمه روزنه وکړای شي. [مانا کله چې مور بوخته وي، نو خپل ماشومان دې په پرمختللي وړکتون ته یا داسې کسانو ته پرېښودل شي، چې د ماشومانو سالمه روزنه وکړای شي.]