ماشوم ته نوښتګر فکر ورکړئ، چې نوښت وکړي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ژباړه: عصمت الله صالح

د ماشومانو ذهن د سپینې پاڼې غوندې دی. که په لومړیو کې سم استفاده شي، نو په راتلونکي کې سالمه لاره پیدا کوي.
نوښتګر ماشومان هر وخت له ځینو ستونزو سره د مخامخ کېدلو پر مهال د ستونزو د حل بېلابېلو طریقو ته پام کوي. خو دا چې څنګه د ماشوم نوښت او ځیرکتیا ته وده ورکولای شو؟ کوم داسې مهم لاملونه دي چې د ماشومانو نوښت پیاوړی کوي؟

نوښت څه دی او څنګه منځته راځي؟

نوښت یانې په سمه توګه د ستونزو د حل لپاره د نویو مفکورو لاسته‌راوړل. تفکر د ځینو معلوماتو مجموعه ده چې د نوي فکر او نویې نظریې د ایجاد سبب کېږي. یانې کله چې مو په ذهن کې یو نوی فکر راځي، پرته له دې چې کنټرول یې کړو، هغه نوې نظریې رامنځته کوي او په نوې بڼه رامنځته کېږي. هېښتیا، ځاني ځواک، لیاقت او بېلابېل شوقونه هغه عوامل دي چې یو ځیرک او ژور فکر رامنځته کوي.

د ماشومانو نوښت له څو کلنۍ پیلېږي؟

څېړونکي په دې اند دي چې ماشومان له پنځه کلنۍ وروسته د تمرکز، د ژبې زده‌کړه او د جسمي فعالیتونو په وسیله د نوښتګر فکر اوج ته رسېږي. په دې مرحله کې باید مور او پلار د ماشوم د فکر پر وده کار شروع کړي. خو د ماشومانو لپاره تر ټولو په زړه‌پورې نوښت کوم دی؟

د تېروتنو په خاطر یې مه وېروئ

کله چې ماشوم له ماتې خوړلو، او نه بریالیتوبه وډار شي، نو نورو نویو کارونو ته یې لاس نه ورځي. که ماشومان د نه بریالیتوب او تېروتنو له امله ناهیلی شي، او د ماتې احساس وکړي، نو د دې ټولو د جبران او د پایلې په اړه یې ورسره بحث وکړئ. هغوی ته ور زده کړئ چې څنګه خپلې تېروتنې جبران کړي. مګر غوره ده چې په دې وخت کې ورته یوازې لارښوونه وکړئ، بلکې تېروتنې یې اصلاح نه کړئ.

هڅونه یې مه هېروئ

ماشوم ته ډالۍ ورکول د هڅونې تر ټولو غوره بڼه ده. د ماشوم هر مثبت کار او هڅه وستایئ. غوره ده چې د ماشوم له نوښته ډک کارونه وستایئ. دغه کار هغوی ته د نویو کارونو د سم ترسره کولو الهام ورکوي.

لاره ورته وښایاست

ځینې ماشومان مازې یوه کوچني پیل ته اړ وي، نو یوازې لاره ورته وښایاست. کله چې مور او پلار ماشومانو ته ځینې ښکلي تعمیرونه او ماڼۍ وښيي، نو دوی فکر کوي چې زه هم باید داسې یو څه جوړ کړم.

وخت ورکړئ

له ماشومانو سره مو لوبې وکړئ؛ د دوی په سیالو کې ونډه واخلئ؛ د لوبو پر مهال واک ورکړئ؛ د ماشوم نړۍ او لوبو ته درناوی وکړئ؛ له ماشوم سره لوبې او له نوښت سره یې جوړجاړی دوی ځواکمنوي.

پرېږدئ چې خپلواک وي

ماشوم مه محدودوئ، پرېږدئ چې په یوازیتوب کې لوبې وکړي؛ پر دوی پام وکړئ، خو داسې یې مه څارئ چې د دوی پام در واوړي؛ همېشه یې مه پوښتئ چې څه مو کول؟ یا مثلاً ورته وایاست چې کوټه خیرنه نه کړئ او…

د ټلوېزیون کتل او کمپیوتري لوبې (ګېمونه) پرې را کم کړئ 

کمپیوټري لوبې او د کارتونونو او یا داسې نورو انیمشینونو لیدل د ماشومانو لپاره بد نه دي، خو دومره نه چې له نورو کارونو او فعالیتونو یې راوګرځوي. کمپیوتري لوبې د ماشومانو د نوښت کچ لوړوي، خو باید چې له حقیقي او فزیکي لوبو څخه ډېرې او خورا جذابې نشي.

د ماشومانو د کارونو په تنظیم کې مه ور غږېږئ

د ماشومانو د ساتېریو لپاره یو ځانګړی اتاق یا یو ځانګړی ځای پیدا کړئ او په هېڅ صورت یې مه محدودوئ. دوی ته د نقاشۍ فضا برابره کړئ، مثلاً پر دېوال ورته یو کاغذ راځوړند کړئ، او اجازه ورکړئ چې ځان په رنګونو ککړ کړي.

پوښتنې ترې وکړئ

پوښتنې کول د ماشوم تفکر او نوښت پياوړي کوي. د هرې پوښتنې له ځوابولو وروسته د ماشوم د ځیرکتیا او نوښت کچ معلومولی شئ. له ماشومانو څخه نوې او جالبې پوښتنې وکړئ، چې نوي او جالب ځوابونه درته ووایي. مثلاً دوی ته ووایئ چې که د ټولې نړۍ وریځې زموږ پر کور راټولې شي او باران ترې وورېږي، څه به وشي؟ یا مثلاً که بوټانو سندرې ویلای، څه به شوي وو؟ یا مثلاً که ستاسو د لوبو شیان خراب شي، څه به کوئ؟

کور په کارونو کې ونډه ورکړئ

د آشپزۍ یا کیک پخولو پر مهال له ماشومانو مرسته غوښتل او ونډه پکې اخیستل د دوی د تخلیق په وده کې مهم رول لري.

د انتخاب واک ورکړئ

له ماشومانو وغواړئ چې د یوې مسئلې په اړه پخپله پرمختللې پرېکړه وکړي، البته چې دا پرېکړې باید وڅارئ چې هسې نه څه ګواښ ورته پېښ کړي.

د لوبو نندارې ته یې وهڅوئ

لوبې د ماشوم په پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري. لوبې د دوی د هیجاناتو او احساساتو پر منظمولو سربېره، د خلکو له موقف او دندو سره هم آشنا کوي.

د نوښت اجازه ورکړئ

یو څیز راواخلئ او له ماشوم څخه وپوښتئ چې له دې وسیلې څخه ډول نورې استفادې هم کولای شو، مثلاً لاس‌پاک، جامې او… [چې په دې سره کولای شي، دوی خپل نظر درته ووایي او له هغې وسیلې څخه د استفادې بېلابېلې طریقې در په ګوته کړي.]
لنډه دا چې ماشومان ډېره جالبه او خوندوره نړۍ لري، په دې هیله چې ونازول شي؛ وهڅول شي؛ څارنه یې وشي، چې نوښت وکړای شي او یوه بریالۍ او روښانه راتلونکې یې د هر فرد هیله شي.