عمران خان: کشمیر کې به خطرناکه پيښه رامنځته شي، هندي سرتیري قتل عام کوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

راپور: ملیحه ناصري
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د کشمیر وضعیت په اړه ویلي چې د سربرنیتسا د مسلمانانو د وژنې په ډول ستر ناورین، دا ځل د کشمیر د خلکو په تمه دی.
رسنیو د هغه د پاکستان لومړي وزیر له قوله ویلي: کېدای شي د سربرنیتسا په څېر ترهوونکې پېښه په کشمیر کې هم رامینځته شي.
ده زیاته کړه چې د کشمیر وګړي تر سخت فشار لاندې دي. هندي سرتېري پرته له دې چې کوم قضايي څار ورپسې وي، قتل عام کوي.
عمران خان دا هم وویل په بوسني کې د سربرنیتسا له پېښې ۲۵ کاله تېر شوي؛ خو اوس هم چې د هغې اړوند خبرونه اورم، زړه یې خوږېږي.
د پاکستان لومړي وزیر وویل:

«که چېرې نړۍ غلې پاتې شي، په کشمیر د ظلم او حق وژنې ننداره وکړي، ډېر ژر به د سربرنیتسا تر پېښې د بدترې شاهدان وي… موږ باید له تېرو ترخو پېښو عبرت واخلو او د هغو مسایلو پر وړاندې هوښیار واوسو چې د کشمیریانو د وژنې لامل کېږي.»

عمران خان وویل چې  ۸۰۰ ملیونه کشمیریان، ۸۰۰ زرو هندي سرتېرو ایسار کړي، یو کال شو چې آن د ژوند د لومړنیو توکو برابرول ورته ستونزمن دي.

هغه وویل:

«موږ د بوسني له ولس او خلکو سره خواخوږي او پیوستون اعلانوو، هیله من یو چې نړۍ د سربرنیتسا غوندې پېښه بیا تجربه نه کړي.»

د بوسنیا پيښه

په ۱۹۹۵ز کې د بوسني په سربرنیتسا او هرزګوین کې ۸ زره مسلمانان د صربیانو له لوري قتل عام شول چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو ستر انساني ناورین وشمېرل شو.
د یادونې وړ ده چې ۱۱ میاشتې مخکې هند اعلان کړه چې کشمیر خپلواک نه دی او دوی به دا ښکېلاک شوې سیمه د خپلې خاورې برخه ګرځوي.
هند د کشمیر د خپلواکۍ تر لغوه کولو وروسته یاده سیمه کې نظامي حکومت اعلان او تګ راتګ یې محدود کړی دی.