وړه وم، یوه ورځ مې یو سړی ولېد، چې ژاوله یې ژوله، کور ته په منډه راغلم هر چا باندې مې زېری کولو چې سړي ژاوله ژوله… تیر کال پوهنتون کې مو قدم واهه مخامخ د هلکانو ډله راغله، آیسکریم یې خوړل، زما یوې ټولګیوالې په ورخطایۍ وویل، وۍ هلکان وګورئ آیسکریم خوري … ما وويل دا ته چې یې خوري، ویل يې موږ خو هر څه خورو مثلاً پولۍ، پاپړ، امچورې او … اما زه نه وم خبره نه مې کله لیدلي، چې نارينه دې آیسکریم هم وخوري … موږ ښه وخندل، ورته مې کړل ولې دوی خېټې نه لري یوازې نجونه یې لري!؟
هو! موږ په هغه عمر کې نه یو، چې فکر دې وکړو:
آیا نارینه هم آیسکریم خوري؟ وۍ نارینه هم چاکلیټ خوري؟ ژاولې هم ژوي؟ … الا نارینه د ښځو په منځ کې ناست ښځونک دی، ناآشنا او نا مردانه یې وبولو…
خو، موږ ملامتې هم نه یو، ځکه موږ د داسې یوه فکر او انګېزې سره رالوې شوې او ناشعوري مو منلې او راته ویل شوي. د دې ټولو خبرو سربېره یوه اساسي خبره چې تصور کولای يې نه شو، هغه دا ده چې « نارینه هم ژاړي!؟»
بالکل! نارینه هم د ښځو په څېر، معده لري، زړه لري او په زړه کې احساس او عاطفه لري، خو توپیر یې دا دی چې دغه زړه او احساس یې موږ یا دوی پخپله وروژلی/ وروېده کړی یا هم ترې اخیستل شوی.
د نارینه وجود هم لکه د ښځينه په څېر لکه شمع جوړ شوی دی، توپیر یې یوازې په دې کې دی، چې د ښځې وجود ته تل د اور تیلی ورته شوی، بلېږي او لکه اوبه موم /ویلي کېږي … خو د نارینه وجود ته کله هم چا تیلی نه دی ورته کړی، چې موم یې وګوري، چې د ښځینه په څېر یو شان دا هم سوځېږي، اوبه کېږي او نړېږي.
هو، نارینه هم ژاړي:
« نارینه ژاړي، کله چې د خپل پلار په غېږ کې د خپلې مور پر ځای کومه بله مېرمن ویني ـ
نارینه هغه وخت هم ژاړي، کله چې خور د بل کور ته رخصتوې!
نارینه هغه مهال هم ژاړي، کله چې د ده د بې روزګارۍ له امله یې د کور مېرمن خپل سره سپین زر زیورات خرڅوي!
نارینه هغه مهال هم ژاړي، کله چې کومه اداره، دفتر ته د امتحان لپاره ورځي او هلته ردېږي یا بېنوا ترې رخصېږي(شړل کېږي.)
نارینه هغه وخت هم ژاړي، کله چې د ده د لاسته راوړنو، بریالیتوبونو، میډالونه او ستاینلیکونه د کوم بل چا په نوم نومول (ورکول) کېږي او دا یې پټه خوله تماشه کوي…!
نارینه هغه وخت هم ژاړي، چې د غریبۍ له امله یې مینه ورسره وفا ونه کړي یا د مینې کورنۍ یې په فقیرۍ رد کړي.»
ـ نارینه هغه مهال هم ژاړي، کله چې یې خور او لور د کوم کم اصل او بې وجدانه ځوان په شوم دام کې لوېږي او په پټه ورسره کور پرېږي/ تښتي او په ټولنه کې د ده مخ توری/سر ټیټ او رسوا کوي.
نارینه هغه مهال هم ژاړي، چې د زوی په نه درلودلو یې تربوران پېغور ورکوي، چې ستا د لپه پېغلو لوڼو او مېنې، جایداد وارثین اول او آخر موږ یو.
نارینه هغه وخت هم ژاړي، کله یې چې واړه بچیان ترې کټوه کې غوښه او د اختر نوې جامې غواړي، خو ده ته څوک نیمه کیلو الوګان په پور نه ورکوي.
ـ نارینه هغه شېبه هم ژاړي، چې ټوله ورځ په کوم څلور لارې کې لمر ته تېره او روز مزد پیدا نه کړي، خالي لاسونه ماښام کور ته راستنېږي.
ـ نارینه هغه وخت هم ژاړي، کله چې کیسه کوي، زمونږږ د ګاونډي زوی سپورتي سایکل درلوده، زما هم زلمي توب کې لوی آرمان یو عادي سایکل درلودل و، چې ښوونځي ته پرې لاړ او راشم، خو د غریبۍ مېرمنه واخلم…
او نارینه هغه مهال هم ژاړي …کله چې په تېر پښېماني کوي؛ د تعلیم سره مو هېڅ شوق نه و، په ارزښت یې نه پوهېدم، د کوپر زوی په شپږم کې مې پرېښوده… که مې نه وای پرې ایښی، اوس به د فلاني زوی چې ټولګیوال مې و، “سیال ” وم…
ـ نو د ښځې تر ټولو لویه تېروتنه همدا ده، چې نارینه هغه وخت هم د ضرورت نه ډېر قوي او سخت زړی بولي، کله چې دی د شګو د دېوال په څېر دوړېږي/توېږي….
- باید د دوی هغه وژل شوې عاطفه، دروني نرمي ، زړه خوږی، احساسات او نرم زړیتوب معصوم انسان راژوندی کړو، د دوی شمع ته ورته وجود بې تیلي پرېنږدو، د اور تیلی ورته، او د باطن لبې یې په دودونو کې رابهر کړو، احساسات یې اوښکو کې راوبهوو یو ژوندي او با احساسه انسان ته یې راوګرځوو.. تیږه ترې جوړه نکړو، جامد باید پاتې نشي!!!
د فی الحال لپاره زما ذهن ته همدومره مثالونه راتلل، نو…
راځئ وروڼو، نن یې هم ستاسي ورځ! نن هم ستاسو د معصومیت او قربانیو یادونه کوو، نن تاسي د ویلو جرئت وکړئ . هر وخت ګیلې کوئ، چې تل وایست ” ښځه قرباني شوې ده، ښځه داسې او ښځه هاغسي، د ښځو له لاسه خو موږ نه کوم وخت لرو او نه هم کومه ورځ ”
که جرئت لرئ، نن تاسې خپل هغه حالات او تجربې شریکې کړئ، چې ګېله مو کېږي او ژړوې مو؟
او مونږ ترې ناخبره یو یا مو درک کولای نشو!؟
نن یې هم ستاسو ورځ!!!
د خپلو یادو تجربو لپاره، ټرېنډ جوړ کړئ « نارینه هم ژاړي کله چې… »
هـو بلکل ناريـنه هـم د ښځو په شان احساسات لري،خو د احساساتو نه یې نـور شایـد ښکاره کـړي،آما په ډېر څه ژاړي نه،زه دا نه وایم چې نارینه بیخې ژاړي نه ژاړي خو تنهایي کې د نورو مـخ کـې ژړل ورته د نرتوب غرور ماتېدل بولي نو همدا یې لامل دی چې نارينه د ښځو غوندي نرم او ملایم زړه نلري….)
(زما خپل شخصي نـظر)
قدرمنې خورکۍ مهر تاج!
ستاسې په زړه پوري لیکنو واقیعن زموږ په ژوند کې په ډېري چټکۍ سره خورا ژور مثبت بدلون را وستلی دی؛ قلم مو تل همداسې روان اوسه.