رباني: واکمنان د سولې راتګ لپاره له خپلې چوکۍ نه تیریږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

راپور: بشر درویش
صلاح الدین رباني وايي، هغه کسان چې دی د سولې سره په مخالفت تورنوي، په اصل کې یې یو شمیر له سولې سره سیاسي لوبه کوي.
نوموړي نن پنجشنبه په یوه خبري غونډه کې دا خبرې کړي دي.
ښاغلي رباني ویلي چې ځیني خلک د خپلو ناروا معاملاتو لپاره دی د سولې په مخالفت تورنوي، په داسې حال کې چې په وینا یې د جمعیت اسلامي ګوند د پایدارې، عادلانه او دایمي سولې پلوی دی.
نوموړي ویلي:

«هغه کسان چې ما د سولې په مخالفت تورنوي، خپله له سولې سره سیاسي لوبه کوي. ټول دې په یاد ولرئ، که سبا وضعیت داسې شو چې له دولتي مدیریت او او ماموریت ددوی په لرې کیدو پایداره سوله راځي، دوی به د سولې په خاطر دې ته حاضر نه شي.»

دی وايي، جمعیت اسلامي ګوند د سولې لپاره یوه برنامه لري، خو نه غواړي چې هیواد د سولې ترنامه لاندې یوه بل تازه جنګ ته ور ګوزار کړي،
د صلاح الدین رباني په خبره؛ ګوند یې پر دې ټینګار کوي چې سوله یوازې باید موقت اوربند نه وي، بلکې باید د دایمي ثبات سبب شي.
رباني ویلي چې د «بن سازش نامه» بیا باید تکرار نه شي او د سولې په هر اړخیزوالي تاکید کوي.

د عطانور په مشرۍ د صلاح الدین رباني د لرې کولو غونډه

د ګوند داخلي اختلافاتو په اړه

نوموړي د ګوند د داخلي اختلافاتو په اړه هم خبرې وکړې، ځکه په دې وروستیو کې د ګوند د اجرایه رییس عطا محمد نور له لورې ښاغلی رباني د ګوند له مشرۍ لرې شوی او پرځای یې بل څوک ټاکل شوی دی.
رباني د ښاغلي نور ددې کار په غبرګون کې د عطانور او یونس قانوني په شمول د ګوند د یو شمیر غړو غړیتوب وځنډاوه.
رباني وايي، یو شمیر کسانو ځیني دسیسې جوړې کړې چې ځیني کسان هم ددې دسیسې لومه کې وغورځیدل او شریک یې شول.
دی ژر تر ژره د ګوند د عمومي غونډې د جوړیدو خبر ورکړ او ویې ویل چې ژر به کمیټې جوړې او خپل کار به پيل کړي.

مخالفینو ولې دا ګام پورته کړی؟

د ښاغلي رباني مخالفین چې عطا نور او یونس قانوني هم په کې دي، نوموړی په انحصار تورنوي.
مخالفې ډلې ویلي چې رباني نور د ګوند مشر نه دی او دی یوازې موقت مشر ټاکل شوی وو چې څو کلونو ته غیرې قانوني وغځید.
دې راپورته شوې ډلې ویلي چې د جمعیت اسلامي د مشر د کمزورۍ له امله ونه شول کولی چې په حکومت کې د یاد ګوند ګټې خوندي کړي او دوی اوس غواړي چې تر خپله حقه په حکومت کې برخه ولري.
باید یاده شي چې صلاح الدین رباني تیره انتخاباتو د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم غړی و چې له حکومت سره د عبدالله د جوړجاړي په صورت کې هغه دا توافق نامه هم غیرې قانوني وبلله او ویې ویل چې تقلبي حکومت نه مني.