ژباړه او راټولونه: شپنه سلګۍ
له دې ليکنې څخه هدف د خپلو منځنیو شخړو حل دى.
نو تاسې په داسې ټولنه کې قرار لرئ، چې د خپلې ټولنې خپل منځي مشکلات حل کړئ او وکولاى شئ چې له نورو سره مرسته وکړئ، چې خپل منځي مشکلات حل کړي
خپل منځي شخړې يعنې څه؟
کله چې موږ له کوم کس سره تماس ونيسو، زمونږ ځينې اړتياوې او اهداف يو له بل سره ورته والى لري او په ځینو برخو کې يو له بل سره ورته والى نه لري.
شخړه هغه وخت پېښېداى شي، چې يو شخص وغواړي ټولې اړتياوې او فايدې خپل اعظمي حد ته ورسوي.او همدارنګه بالتون په دې اړه ويلې دي:
“شخړه د انسان د ژوند سره تړلې ده نو شخړه د انسان د ژوند يوه برخه هم ده. موږ د شخړې د تعامل لپاره مختلفې طريقې ايجادولاى شو، ځينې دا رنګه برداشت کوي چې د لويانو څارنه هم بايد د ماشومانو په هره عرصه کې وشي.“
د شخړو د حل ساده لاره
د خپلمنځي شخړې د حل اسانه وړاندوینه شوې کړنلاره یې په لاندې دریو مرحلو کې اجرا کېږي.
۱ – له نورو سره احترامانه رفتار وکړئ!
بالتون په دې اړه ويلي دي:
“ذهنيت لرل او د نورو احترام د يو مشخص سلوک په واسطه عملي کېږي، چې نورو ته توجه لرل، د اواز د کيفيت کنترول، د کليماتو انتخاب او د استدلال نوع په بر کې نيسي، چې پورته ذکر شوې کلمې د احترام او بې احترامۍ څرګندویي کوي.
کله چې يو کس له بل سره کينه ولري، نو يقيناً احترام کول هغه کس ته ستونزمن کار دى.
که موږ د شخړې حل ته اميداواره واوسو، ضرورت لرو چې د هر ډول مشکل کار د اجرا لپاره هڅه وکړو او مقابل شخص ته د نورو په شان په ارزښت قايله واوسو، لکه د نورو نه چې توقع لرو.“
۲ – داسې فرض کړئ چې تاسې د مقابل شخص پر ځاى قرار لرئ
کله چې موږ وغواړو د دواړو لورو ترمنځ شخړه حل کړو، نو د نورو خبرو ته غوږ ږدو او جدي توجه خپلو نظرياتو ته لرو، نو په دې خاطر مونږ په دې ټکي تاکيد کوو چې د فعاله اوريدلو مهارت بايد ولرو.
بالتون په دې عقيده دى چې د شخړې په دوران کې د عدم توافق په صورت کې د مکالمې يوه بهتره لاره چې کارول کيږي په لاندې ډول ذکر کيږي:
موږ مکملې توجه ته ضرورت لرو، چې د نورو د موقف نظرونه، ضرورتونه او پيشنهادونه واورو، د نورو احساسات درک کړو او کوښښ وکړو چې د هغوى په نظر پوه او د هغوى واقعي په نښه کړو.
۳ – ستاسو د نظرياتو او احساساتو اظهارول
اوس چې تاسو نورو ته درناوى وکړ، د هغوى نظريات مو په پوره پاملرنې واوريدل، نو اوس هغه وخت راغلى دى چې هغه څه چې له ځان سره یې لرئ، بايد وړاندې يې کړئ او په دې صورت کې د قضاوت نه پرهيز وکړئ او يوازې دوى ته رهنمايي وړاندې کړئ.
بالتون په دريمه مرحله کې څلور لارښوونې وړاندې کړي چې چې په لاندې ډول دي:
۱ – لنډې خبرې وکړئ او له احساساتي خبرو څخه ځان وژغورئ؛
۲ – صادقه واوسئ، او هر هغه څه چې لرئ په صداقت يې اظهار کړئ؛
۳ – خپل احساسات مو په نرمه لهجه وړاندې کړئ؛
۴ – د اړتيا د نه لرلو په صورت کې درېيمې مرحلې ته مه ننوځئ، ځينې وخت نورو ته احترام او د هغوې نظرونه اوريدل په دقت سره د مشکل په حل کې کافي دي.