لیکنه: ملیحه ناصري
د افغانانو د نه پرمختګ ځینې لاملونه په لاندې ډول دي:
۱- رخه/ حسادت
په افغانو کورنیو کې لومړی د تربګنۍ زړۍ کرل کېږي او بیا د ټولنیز کېدلو. داسې یو چاپېریال یو بل ته برابروي چې تربګنۍ پکې رابرسېره شي. مثبته یې د پرمختګ مرستندویه ده، خو منفي تربګني یوازې شومې پایلې لري چې د دوی د کورنیو تر مینځ د بې اتفاقۍ لامل کېږي او پای کې هېڅوک یو بل پرمختګ ته نه پرېږدي.
یو چې لږ هوښیار او ځيرک شي، بل یې پښې وهي. په دې نړۍ کې د هر چا برخه مالومه ده، حسادت او رخه له پرېکون پرته هېڅ نشي راکولی. ښه ده چې تربګني غلطه ونه کارول شي او اړیکې د درناوي، مینې او یو بل ته د ودې ورکولو پر بنسټ ورغول شي.
۲- کوهی کیندل
که څوک کوم لوړ پُسټ کې مقرر شي، پاتې نور قام یې مخامخ ستاینه او غوړهمالي ورته کوي، غیاب کې یې غټ/ وړوکی کوهی ورته کیندي چې وار یې برابر شي، پکې ولوېږي. هغه کسان پکې استثنا دي چې لګیا دي او د ځوانانو رسولو لپاره کار کوي.
۳- نالوستي/ بېسوادي
اوس هم ځينې کورنۍ د زامنو پر عصري او د لوڼو پر عادي زدکړو شرمېږي، ننګ یې ګڼي. سره له دې چې ډېری یې ښه شوي او هڅه کوي زامن یې لوستي شي، خو د لوڼو پر تحصیل لا هم قیودات وضع دي. هرې کورنۍ د خپلې سیمې مطابق د لوڼو پر زدکړه بندیز لګولی.
ځينې یې تر شپږمه، ځينې تر دولسمه، خو لا ښه یې تر لیسانسه پرې لولي. ځينې کسان زامن نه پرېږدي چې پردۍ ژبه زده کړي، دوی پر دې اند دي چې بله ژبه زده کول ښه کار نه دی.
۴- بېوزلي/ فقر
دا یې هم اړین لامل دی چې د ډېرو ځواکمنو، ځيرکو او تکړه ځوانانو د زدهکړو، پرمختګ، هوسا ژوند… مخه یې ډب کړې. یو ځوان چې له کلي نه تر پلازمېنې د راتګ پیسې ونه لري، هغه به پوهنتون او نور زدکړیز سیسټمونه څنګه وڅاري.
اړ دی چې چېرته مزدوري او کار لپاره مسافر شي، یا هم په کرونده کې د خپلې ځوانۍ زور مصرف کړي. داسې کسان لرو چې یوازینۍ هیله یې زدکړې او ښه دنده ده؛ خو بېوزلي او د امکاناتو نه شتون اړ کړي، په خپل کلي کې ایسار شي.
۵-وېره
زموږ د کورنیو بل عادت دا دی چې خپل اولادونه له ماشومتوبه دومره وهي/ ډبوي چې هغه له مړه څاروي هم ډارېږي. په ټولنه کې آن د خپلوانو تر مخې سمه/ کره خبره نشي کولی. خورا چټک ذهنونه افغانان لري؛ خو له ماشومتوبه ترهېدلي، رټل شوي او دا تلقین ورته شوی چې دوی په هېڅ نه پوهېږي.
همدا وجه ده چې ځينې کسان له پرمختګه وېرېږي.
۶- ټولنیزه نابرابري
ټولنیزه نابرابري هم بل ستر لامل دی چې د افغانانو د نه پرمختګ لامل شوی. ځينې بسنټونه یوازې مشخص پوړ ته کار کوي او د ټولنې ځانګړي قشر ته دنده پکې ورکول کېږي یا روزل کېږي. ډېری اداري چارې واسطه لرونکو کسانو ته ورکړل کېږي چې پاتې نور مستعد شخصیتونه له ودې او پرمختګه محروم کېږي.
۷- جګړه
دا یې تر ټولو ستر لامل دی چې له کلونو راهیسې یې ستر شخصیتونه وخوړل او د نورو کسانو د ودې، پرمختګ مخنیوی یې کړی. له کورني تاوتریخوالي نیولې تر ټولنیزو ناوخوالو ټول د جګړې او د هغې د منفي اغېزونو پایله ده.