د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او ځیرک توپوهونکی رحمت شاه زرمتی نن د جولای میاشتې په ۶مه نېټه ۲۷ کلن شو.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې زرمتې ته د کلیزې مبارکې ویلې او ترڅنګ په ټیسټ لوبو کې د هغه د سلیزې یادونه کړې ده.
رحمت شاه زرمتی په ټیسټ سیالیو کې لومړنی افغان لوبغاړی دی، چې سلیزه یې وهلې ده.
رحمت شاه ښی لاسی ټوپ ارډر توپ وهونکی دی چي د توپ وهني تر څنګ په ښی لاس لیګ بریک توپ اچوونه هم ترسره کوي.
حاجي رحمت شاه د ۱۹۹۳م د جولای پر ۶مه د افغانستان په پکتیا ولایت کې زیږېدلی.
هغه د افغانستان یو له هغو ۱۱ لوبغاړو څخه وو چي د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کي یې د هند خلاف د افغانستان په لومړۍ تاریخې ټسټ لوبه کې ولوبېد.
د ۲۰۱۹ کال په اپرېل میاشت کښي د افغانستان کرکټ بورډ نوموړی یو ځلې د اصغرافغان پر ځای د ټسټ لوبو لوبډلمشر ټاکلی وو.
رحمت شاه د افغانستان لپاره په فرسټ کلاس او نړیوالو یو ورځنیو لوبو کښي لوبېدلی هغه د افغانستان لپاره لیسټ اې کرکټ لوبي د پاکستان د اې لوبډلي (PAK A) تر څنګ د نورو کورنیو لوبډلو خلاف هم ترسره کړي.
ټسټ لوبې:
رحمت شاه د افغانستان لپاره خپله لومړۍ ټسټ لوبه د ۲۰۱۸ کال د جون پر ۱۴مه د هند هیواد خلاف ترسره کړې.
افغانستان تر اوسه یوازي ۴ ټسټ سېالۍ ترسره کړي او رحمت شاه یې په ۳ لوبو کې لوبېدلی او د یوې سلیزې او دوو پنځوسیزو په مټ یې ۲۹۴ منډې جوړې کړې دي.
رحمت شاه زرمتی په ټیسټ سیالیو کې لومړنی افغان لوبغاړی دی، چې سلیزه یې وهلې ده.
یو ورځنۍ لوبې:
رحمت شاه په نړیوال کرکټ کښي د افغانستان لپاره خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۳ کال د مارچ پر ۶مه نېټه د سکاټلنډ خلاف ترسره کړې.
د ۲۰۱۶ کال د جولای پر ۴مه نېټه هغه د سکاټلنډ خلاف د یوورځنیو نړیوالو لوبو لومړۍ سلیزه جوړه کړه.
رحمت شاه تر اوسه د افغانستان لپاره په ۷۳ یو ورځنیو لوبو کې ۲۳۵۹ منډې جوړې کړې، چې یادو منډو کې یې ۱۶ پنځوسیزي او ۴ سلیزي شاملې دي.
یوه لوبه کښي یې تر ټولو ډیري منډي ۱۱۴ دي.
هغه همدارنګه د توپوهنې ترڅنګ د افغان لوبډلې لپاره یو ورځنیو لوبو کې ۱۳ ویکټې اخیستې دي.