سعودي سفیر: افغانستان کې د یو روغتون او سلو ښوونځيو جوړولو بودجه منظور شوې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

راپور: بشر درویش
په افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر ویلي چې افغانستان کې یو روغتون او سلو ښوونځیو د جوړولو پلان لري.
د سعودي سفیر جسیم محمد الخالدي دا خبرې د افغانستان د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار سره په یوه ناسته کې کړې دي.
د مشرانو جرګې ویلي چې یاده غونډه پرونه یکشنبه شوې ده.
ښاغلي الخالدي ویلي چې روغتون به په پلازمینه کابل کې جوړ کړي چې تر ۳۰میلیونه ډالره لګښت به پرې وشي.

مرسته او نړیوال پوهنتون

یاران uncategorized 240 سعودي سفیر: افغانستان کې د یو روغتون او سلو ښوونځيو جوړولو بودجه منظور شوې
د سعودي سفیر له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د تازه مرستو خبر هم ورکړی دی. ده ویلي هیواد به یې ډیر ژر له افغانستان سره تر شا او خوا دوه سوه میلیونه سعودي ریاله مرسته هم وکړي.
نوموړي په ننګرهار کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د چارو په اړه هم ویلي چې کارونه به یې بشپړ پیل او چټک شي.
هغه له مشرانو جرګې مشر وغوښتل چې  د یوشمېر ټولګټو پروژو د پلي کېدو نوملړ له دې سفارت سره شریک کړي ترڅو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پلي شي.

سولې ته لیوالتیا او ملاتړ

د سعودي سفیر ویلي چې هیواد یې په افغانسان سولې راتګ او د جګړې پای ته لیواله دی.
جسیم محمد الخادي وویل:

«د سعودي عربستان پاچا افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره ځانګړې پاملرنه لري او په دې برخه کې همکاریو ته ژمن دی»

د حج د سهم غوښتنه

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په دې ناسته کې د سعودي له سفیره د افغانستان لپاره د حج د سهیمې د زیاتولو غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي د افغانستان سهم دې تر ۵۰زره پورې لوړ شي. اوسمهال په کال کې له افغانستانه تر ۳۰زره تنو پورې کسان د حج په مراسمو کې ګډون کولی شي.