له کرونا ويروس سره د مخامخ کېدلو پنځه صحي لارې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

د کورونا ویروس خپرېدلو نوي راپورونه پراخه شوي، چې د ځینو خلکو ترمنځ اندېښنې راپورته کوي. دلته ځینې لارښوونې دي چې له تاسو سره ستاسو د اضطراب په اداره کولو کې مرسته کوي، خبري راپورونه په پام کې ونیسئ، او مثبت نظر واخلئ.

۱ـ لاندې مواردو ته پام وکړئ

ژوره سا واخلئ او خپل ځان ته یاد کړئ، زیاتره خلک چې له کورونا سره مخ شوي لږې نښې تجربه کوي. له هغو خلکو سره د مرستې لپاره شیان ترسره کړئ، څوک چې د کورونا زیان‌منونکي وي، لکه زاړه خلک او هغه څوک چې صحي ستونزې لري، لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، کرونا ویروس خورا پراخه شوی، نو تاسو اړتیا لرئ د خپلې کورنۍ او مینه‌والو ساتنې لپاره اړین احتیاطي تدابیر ونیسئ.

۲ـ حقایقو ته پاملرنه وکړئ

د تحلیلي چلند کارول د کورونا ویروس په اړه د خبرونو راپورونو په تعقیب کې خورا ګټور دي. تاسو باید هغه معلومات هم وګورئ چې له کورنۍ، ملګرو یا ټولنیزو رسنیو څخه یې ترلاسه کوئ، چې وګورئ چې دا څومره رښتني او یا ناسم دي.
تاسو کولای شئ د نړیوال روغتیايي سازمان وېبپاڼه یا په خپله سیمه کې د عامې روغتیا له ادارې څخه د کورونا ویروس په اړه باوري خبرونه ترلاسه کړئ، یا هم خپل کورني ډاکټر څخه ګټور او معتبر معلومات ترلاسه کولای شئ.

۳ـ له خپلو ماشومانو سره خبرې وکړئ

د کورونا ویروس په باره کې د معلوماتو او خبرونو په اړه صادقانه خبرې وکړئ. والدین کولی شي د دوی اندېښنو په تمرکز کولو سره له ماشومانو سره د دوی د ورځني پلان په جوړولو کې هم مرسته وکړي. په یاد ولرئ چې ماشومان ستاسو چلندونه او احساسات مشاهده کوي، چې دا د خپلو احساساتو د اداره کولو لپاره لارښود په توګه وکاروي.
تاسو ممکن د ماشومانو لپاره د رسنۍ کارول محدود کړئ، چې د دوی اضطراب کنټرول کړي.

۴ـ په اړیکه کې اوسئ

په ټولنیزو رسنیو کې شتون کولی شي، نورمال احساس تقویه کړي او د احساساتو شریکولو او فشار کمولو لپاره ارزښتناکه ځای چمتو کړي. کولی شئ دا اړیکې د ټیلفون له لارې د خبرو کولو، لیکل کولو یا په ټولنیزو رسنیو کې له خلکو سره خبرې کولو له لارې له ویروس څخه خوندي وساتئ.
کوم ګټور معلومات چې مو له وېبسایټ څخه پیدا کوئ، له ملګرو او کورنۍ سره یې شریک کړئ دا معلومات له هغوی سره مرسته کوي چې لږ تر لږه دوی له اضطراب سره مقابله وکړي.

۵ـ د اړتیا په صورت کې د مرستې غوښتنه وکړئ

هغه خلک چې د ډېر حساسیت، اوږدمهاله تکلیفونو، یا نورو اوږدمهاله عکس العملونو سره مخ دي چې د دندې په اجرااتو یا متقابلو اړیکو کې زیان رسونکي اغېزه لري، باید د یوه رواني اروا پوه متخصص سره مشوره وکړي.
رواني پوهان او د رواني روغتیا نور چمتو کونکي کولی شي، له خلکو سره د سخت فشار سره مقابله کې مرسته وکړي. دا متخصصان له خلکو سره کار کوي، چې له دوی سره مرسته وکړي چې د بدبختیو اداره کولو لپاره رغنده لارې ومومي.