ژباړه: نسيمه محمدي
خوب د انسان د ژوند او روغتيا د اړينو او مهمو برخو څخه دي، چې بايد ورته جدي پاملرنه وکړو. هغه پېښې، چې د خوب پر وخت واقع کېږي، هم بايد وڅېړل شي، که نه نو فزيکي، عصبي او اروايي ستونزو سره مخ کېږو.
ټول پوهېږي، چې انسان د ژوند يو پر درېيمه په خوب تېروي. خو کومه پروسه دې حالت سره ملتيا کوي؟
د اسپوتنېک په حواله، ټول پوهېږو چې انسان د ژوند ۱/ ۳ برخه په خوب تېرېږي.
۱ – د خوب پر وخت، يو عادي کس د خوب پر وخت هر ساعت، ۴۰ کيلو کالوري سوځوي. ښکاره دا ښه خبر څرګندېږي، خو له بدمرغه، د بدن په حجم اغېز نه کوي، ځکه د اته ساعته خوب په موده کې انسان، شاوخوا ۳۲۰ کيلو کالوري مصرفوي، چې نېږدې ۱۵۰ ګرامه ډوډۍ ده.
۲ – څېړونکو موندلې، چې په خوب کې د انسان مغز کولاى شي، هغه ورځنۍ چارې چې موږ ناليدلي نيولي، تحليل کړي، نو خوب کولاى شي، د «بصيرت/ پوهې» برخې سره مرسته وکړي.
۳ – بـاکيفيته خوب، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره ډېر مهم دى. څېړونکي پر دې باور دي، هر څو ماشوم ډېر خوب وکړي، په هماغه کچه په چټکۍ وده کوي.
۴ – اوسمهال ځيرک موبايلونه زموږ د ژوند په نه بېليدونکې برخه بدل شوي، تر دې چې حتا ځينې په خوب کې هم پيغام ليکي. د ناسم موقعيت څخه د مخنيوي لپاره، بايد له خوب وړاندې خپل ځيرک ټېليفونونه خاموش کړو. د خوب د پړاو پر وخت مغز په چټکۍ بدن ته امر کوي، چې د وينې جريان چټک کړي. دا ډول، تحريکات په نارينه وو او ښځينه وو کې د تحريک/ غبرګون سبب کېداى شي.
۶ – کله هم داسې پېښېږي، چې د خوب پر وخت/ يا د ويښېدو پر وخت، فرياد او لوړ غږونه واورو. دا حالت کله کله پېښېږي، چې څېړل او څارل يې زموږ ژوند او روغتيا ته ډېر مهم دي. هغوى چې له دې حالت کړېږي، په اروايي اختلاط اخته دي.
د نړۍ ۲، ۷ سلنه جمعيت د سامنابوليزم تر اغېز لاندې دي، چې په ماشومانو کې خوب جوړونکي مواد نسبت لويانو ته ډېر ليدل شوي دي. متخصص الکسندر په دې اړه وايي، چې د آرام او بېړني خوب لپاره بايد، د يوې صوفې/ څوکۍ پرمخ ځاى ونيسئ، پښې د يو بل سره موازي او لاسونه پر سينه کېږدئ.
په دې حالت کې زنه او اوږدې راښکته، سر آرام او شونډې او ژبه دې سست او بې حرکته وساتل شي. نوموړى وايي، چې د دې تخنيک سره به د څلورو ساعتونو لپاره کافي انرژي په بدن کې شتون ولري، نو دا ډول استراحت/ خوب د يو آرام او بشپړ خوب ځاى ناستى کېدلاى نشي.