په جمعیت ګوند کې تازه کشمکش؛ ایا د رباني لرې کول به د ګوند د ویش سبب شي؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: نسیمه محمدي
د افغانستان د جميعت اسلامي ګوند د مشرتابه پلاوي يو شمېر غړو د ګوند د اجراییه رییس عطا محمد نور په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې اعلان کړه، چې دوی صلاح‌الدین رباني د ګوند له ریاست څخه لرې کړی دى.
صلاح‌الدین رباني نېږدې یوه لسیزه د مخه د پلار(برهان‌الدین رباني) تر وژل کېدو وروسته د ګوند مشر وټاکل شو، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر او د جميعت ګوند بنسټ ایښودونکی او مشر وو.
ښاغلي رباني د پنجشنبې په ورځ د دې ناستې په غبرګون کې، په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، ځيني غړي، چې پرونۍ( چهار شنبې)  ورځې غونډه کې ګډون درلود، “د ګوند د نوم او لوګو څخه په سوء استفاده” تورن او د دوی غړیتوب یې وځنډاوه.
ښاغلي رباني په اعلاميه کې ويلي، چې د عطا محمد نور، محمد یونس قانوني، کلیم‌الله نقیبي، عبد‌الحفیظ منصور، عبد‌الشکور واقف حکیمي، سید عنایت‌الله شاداب، او عبد‌الستار مراد غړیتوب به په جمیعت ګوند کې وځنډوي.
ښاغلي رباني ويلي، “په اصولي توګه او د مرامنامې د ګټو او د جميعت ګوند د اساسنامې سره سم” يوه کمېټه دايروي.
په دې اعلامیه کې ښاغلي رباني يو ځل بيا د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني ترمنځ د سیاسي هوکړې سره خپل مخالفت څرګند او په خپل پخواني دريځ ( د درغلیو پر اساس د رامنځته شوي حکومت، په اړه پر خپل پخواني نظر تاکيد کوم، چې د تقلب څخه رامنځته شوي حکومت کې ګډون، تقلبي ټاکنو په جوړښت کې ګډون دى) ټينګار وکړ.

د جمعیت د مشر تابه څخه د صلاح‌الدین رباني لرې کول

تېره ورځ عطا محمد نور، چې د جميعت ګوند د اجرایيه شورا ریاست په واک کې لري، په فېسبوک پاڼه کې د دې حزب د رهبري هيات د ناستې څخه خبر ورکړ.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې سید عنایت‌الله شاداب د حکومتولۍ شورا غړی او د جميعت ګوند د بنسټګرانو څخه تر عمومي ناستې، د جمیعت ګوند د غونډو مشري په غاړه واخلي او د جمیعت د عمومي شورا غونډې لپاره به زمینه برابروي.
د دې حزب ځیني غړي چې په دولت کې لوړ مقامونه یې درلودل په دې ناسته کې حضور درلود له دې جملې محمد یونس قانوني د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال، محمد اسماعیل خان د اوبو او برښنا پخوانی وزیر، بسم‌الله محمدي د دفاع وزارت پخوانی وزیر.
خو صلاح‌الدین رباني، چې د ملي یووالي حکومت په دوره کې د بهرنیو چارو وزارت وزیر او د عبد‌الله عبداالله له نېږدې ملاتړو څخه وو، په دې ناسته کې حضور نه درلود او د ناستې د بیانیې په متن کې یې یادونه نه ده شوې.
ښاغلي نور لیکلي، د چهارشنبې ورځې په ناسته کې د رهبري هیات دوه پر درېیمه برخه غړو شتون درلود او د «رایو په اکثریت» پرېکړې نیول شوي دي. د نور په وینا د ګوند د ۶۲ برحاله غړو  څخه، ۴۷ تنو په حضوري او ناحضوري توګه(د تماس وروسته د پرېکړو د شریکولو وروسته)، خپل رضايت اعلان کړی دی.
ښاغلي نور لیکلي، همدارنګه په دې غونډه کې د طالبانو سره د مصالحې په اړه، په حکومت کې ګډون او د جمیعت ګوند د لا فعالولو او رغونې په اړه بحث ترسره شوی دی.

ښاغلي رباني د ګوند د پياوړو غړو لکه عطا محمد نور، چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې له محمد اشرف غني ملاتړ وکړ او عبدالله عبدالله چې د سیاسې هوکړې پر اساس د مصالحې شورا مشرۍ ته ورسېد، سره د نظر اختلاف درلود.
د چهارشنبې ورځې ناستې په تعقیب په خپره شوې بیانیه کې ټینګار شوى، چې د افغانستان جمیعت اسلامي ګوند”په فعاله او رغوونکې توګه” د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
په بیانیه کې راغلي چې”د افغانستان اسلامي جميعت ګوند، چې د جمهوري نظام په جوړولو کې مهم رول لري، په حکومت کې، د دې ګوند په فعال ګډون ټینګار کوي.”
ښاغلى رباني د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني د اوسنۍ سیاسي هوکړې سره مخالف وو. نوموړي د  سیاسي نظام د تغییر/ پارلماني شکل ته د اړولو او د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د باطلولو غوښتونکی وو.

 آیا جمیعت ګوند به وپاشل شي؟

ځینو سرچینو د (ویش) امکان تایید کړی او ویلي دي، چې په راتلونکو ورځو کې به ښاغلی رباني هم، د ګوند د رهبرۍ شورا ناسته ترسره کړي.
په تېرو ورځو کې، د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د سیاسي هوکړې په اړه، د جميعت ګوند د مشرتابه، صلاح‌الدین رباني د مخالفت راپورونه کړي وو.
د ښاغلي رباني له قوله ویل شوي، چې”مصالحې شورا ته د دې سیاسي جریان د غړو ورپېژندل، په عبدالله عبدالله پورې تړاو نلري، دا حزب خپل نظر لري او عبدالله عبدالله خپل نظر، نو د جمیعت ګوند د عبدالله عبدالله د پرېکړو تر اغېز لاندې نه راځي.”
ښاغلي رباني د عبدالله او غني ترمنځ د سیاسي پخلایني په اړه ویلي وو، «د ۱۳۹۸ جعلي ټاکنو پایلو ته مشروعیت ورکول، د خلکو واقعي رايو او ارادې نالیدلي نیول او د ولسواکۍ پروسې په اړه ملي باور او اعتقاداتو ته زيات زيان رسولی، له بل پلوه د قدرت متمرکز جوړښت ساتل شوی، چې د دې ټولو منل د جمعیت ګوند لپاره له سرې کرښې د تېرېدو په مانا او د دې حزب په اساسي اصل[د قدرت افقي/ موازي ويش] پښه ایښودل دي.”
ښاغلی عبدالله ټینګار لري، چې د جميعت ګوند د پام وړ/ پېژندل شوې څېرې د طالبانو سره په بین‌الافغاني خبرو اترو کې ګډون لري.
عبدالله عبدالله په درې دورو ټاکنو کې د جميعت ګوند له لوري، د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته کاندید وو.

ښاغلي رباني د جمیعت ګوند د پرانیست غونډې په مراسمو کې، د وينا پر مهال، د ګوند په رهبرۍ کې د ښځینه وو او ځوانانو پر فعال حضور ټينګار، د ضرورت پربنا د ایډئولوژۍ دورې څخه لېږد ډېر اهميت لري.

د جمیعت اسلامي ګوند مخینه

جمیعت اسلامي په افغانستان کې د پخوانیو جهادي ګوندونو څخه دی، چې زیاتره غړي یې تاجک، ځینې یې پښتانه او اوزبک دي او د مصر د اخوان‌المسلمین ګوند څخه په الهام يې، په ۱۳۴۸هـ ش کابل کې بنسټ کېښودل شو.
برهان‌الدین رباني پخوانی ولسمشر، د جمیعت ګوند بنسټګر او د مصر د الازهر پوهنتون زده‌کړیال او د کابل پوهنتون استاد وو.
ښاغلى رباني او جميعت ګوند د ۱۳۷۰هـ ش په لومړيو کې د مجاهدينو تر راتګ وروسته، په ۱۳۷۵هـ ش د طالبانو د سقوط پورې، د جهادي حکومت په رأس کې ځاى درلود او د بن کنفرانس وروسته، موقتې ادارې ته د قدرت د انتقال تر وخت پورې، د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان د رسمي حکومت په توګه پېژندل کېده.