
لیکنه: محمدصابر حمیدي
په افغانستان کرکټ بورډ کې د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې دماغ یې له لاسه نه دی ورکړی، بلکې د پښې لږ برخه یې له لاسه ورکړې ده.
انډي مولز د ایسپاین کریک انفو سره په خبرو کې وویل، چې د ژوند تر ټولو سختې شېبې یې هم دا وې چې ډاکټرانو ورته پښه پرې کړه.
انډي مولز هیله لري، چې کابل ته راستون شي او د افغان کرکټ بورډ سره خپلې دندې ته دوام ورکړې.
هغه ویلي، دا یې مسوولیت دی، چې د لوبغاړو او لوبډلو سره مرسته وکړي.
خو کرکټ بورډ تراوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
انډي مولز د شوګر (شکري) ناروغي لرل او تر سخت تکلیف وروسته ورته ډاکټرانو د پښې پرې کېدلو سپارښتنه کړې وه، چې پښه یې ور پرې هم کړه.
اوس مهال انډي مولز چپه پښه نه لري او پر ځای یې مصنوعي اوسپیزه پښه نصب کړې ده.
انډي مولز د ۲۰۱۹م پنځوس اوریز کرکټ نړیوال جام وروسته د کرکټ بورډ لخوا د غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو.
نوموړي له دې وړاندي د بنګلهدېش لپاره د افغان لوبډلې سرپرست مشر روزونکی، د ملي لوبډلي، ایمرجینګ، الف او ۱۹کلنو کم عمره لوبډلو لپاره د مشر روزونکي په حیث هم دندې ترسره کړي دي.