هلمند: د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو بڼونو ښه پایله ورکړې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

راپور: بشر درویش
د هلمند دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر نوو نباتاتو څېړنې رواندې دي، چې له دې ډلې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګې هم په توافقي ډول تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وايي:

«هلې ځلې کوو چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوی ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنو.»

ښاغلي الکو وويل، په همدې موخه ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګې اېښودل شوي او پرې څېړنیې روانې دي.

ښه پایله

افغان کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د هغه له قوله ویلي، چې تېر کال د ننګرهار له ولایت څخه اصلاح شوي نیالګي، چې په ترکیب کې یې پنځه ډوله لیمو، مالټه او املوک شامل دي د بولان په څېړنیز او انار باغ قوریه کې کرل شوي دي، چې ښې پایلې لري او تر دې مهاله یې پایلې ښې ارزول شوي دي او تر ډېره یې ددې ولایت د خاورې، اوبو او هوا سره پراخ توافق ښودلي دي.
د هلمند د کرنې رییس وړاندې وویل:

«اداره به یې د یادو نباتو په اړه نور تحقیق او څېړنې هم کوی، ترڅو د اوبو، خاورې، هوا او ناروغیو پروړاندې یې پایلې مطالعه او وروستۍ پایله به یې له اړونده مقاماتو سره شریکې کړي ترڅو په راتلونکي کې یې هلمند کې ترویج او تکثیر کړي.»


کرنې وزارت زیاته کړې؛ د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوی او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.