فوبيا څه ده؟ په دې اړه لنډ معلومات په دې مرکه کې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
مرکه: صدیقه پوپلزۍ

درنو لوستونکو ښایي تاسې هم د وېرې تجربه ولرئ، موږ ډېرځله لۀ ژوو، خزندو، تیارې، لوړو او ناڅاپه غږونو او ځینو پېښو نه وېرېږو چې زموږ یادې وېرې پوره طبيعي بڼه لري، خو ځینې داسې کسان هم شته چې وېره یې پر ورځني ژوند ورغالبه او پر اړیکو، وده او زده‌کړو یې منفي اغېر کړی وي داسې وېرې ته فوبیا وایي.
وېره یو عاطفي غبرګون دی، چې د ګواښ پر وړاندې له انسان سره پيدا کېږي باید یادونه وکړو چې دا ګواښ باید بهرنی شتون ولري او خیالي نه وي او انسان ته نیِغ په نیغ خطر متوجه کړي او په کړنو یې پوره اغېزه ولري.
ډېری تیوریسن لکه جان برودس واټسن او پال اکمن په دې نظر وه چې وېره یو فطري احساس دی او له انسان نه د پېښو په وړاندې څرګندېږي.
په هر حال وېره دوه ډوله اغېز لرلی شي هم مثبت او ګټور او هم منفي یا ورانونکې او وژونکې، یانې کله یې لرل مرسته کوي او موږ له خطره ژغوري او کله مو خطر او بدبختيو ته ورټیل وهي او دا هم کله کله سختېږي چې موږ دا دوه ډوله وېرې سره تفکيک کړی شو سمې یې له ځانه سره وساتو او ناسمې یې مدیریت او کنټرول کړو او کولی شوو ووایو چې هره وېره چې ډېره او لویه شي منفي ده دقیقاْ لکه له کرونا وېره او ډار کولی شي لاندېني زیانونه ولري.
پوپلزۍ: سلام استاد هیله ده چې روغ جوړ او له کرونا په امن اوسئ، استاد د نن مرکه مو پر وېره او فوبیا راڅرخي، نو د لومړۍ پوښتنې په توګه راته ووایئ چې ارواپوهان فوبیا څنکه تعریفوي؟
استاد عظیمي: سلام تاسې د یاران کارکوونکو او درنو لوستونکو ته، هیله‌مند یم چې روغ جوړ به یاست ارواپوهانو فوبیا له ګواښوونکو موقعیتونو څخه وېره بللې ده چې پوره طبعي بڼه لري او هر انسان له داسې موقعیتونو سره د مخ کېدو پر مهال ورته غبرګون ښیي، خو که دا وېره افراطي بڼه غوره کړي او پر ټولنیز ژوند، اړیکو، او زده‌کړو باندې منفي اغېزه وکړي، نو بیا اروایي ګډوډي شمېرل کېږي.
د بېلګې په توګه اخته کس له الوتکې نه وېرېږي، هر کله چې په الوتکه کې د سفر خبره کېږي، نو دی تل انکار کوي او آن د الوتکې له غږ نه هم په وېره کې وي یا ځینې کسان له اوبو څخه وېرېږي. د ډېرو اوبو په لیدو یې د زړه ټکان ډېرېږي او هرکله چې ډېرې اوبه وویني، څو ورځې ښه نه وي یا هم له ځینو څارویو په ځانکړې توګه سپي نه وېره چې له امله یې کس نشي کولای دباندې ولاړ شي یا د سپي له مخې تېر شي.
ډېری هغه کسان چې فوبیا لري پوهېږي چې وېره یې بېځایه ده، خو بیا هم نشي کولای پرې غالب شي.
پوپلزۍ: استاد پر دې اړوند څېړنې څه وایي؟
استاد عظیمي: تر دې مهاله ۴۰۰ ډوله فوبیاوې پېژندل شوي چې ډېری یې په ښځو او نجونو کې شته، د څېړنو له مخې له هرو درېو ښځو یوه یې د یوازې پاتې کېدو له فوبیا نه کړېږي، د فوبیا نښې له ۱۸ تر ۳۵ کلنۍ پورې پراخې او تر وروستۍ کچې رسېږي.
پوپلزۍ: استاد پر دې ګډوډۍ اخته کسان کومې نښې لري؟
استاد عظیمي: هغه کسان چې فوبیا لري د سختې وېرې وحشت او ډار احساس کوي داسې چې وېره یې له طبعي کچې وځي او تر وحشت پورې رسېږي د زړه درزا ډېرېږي، خولې کېدل، لړزه، زړه‌بدوالی او کانګي هم شته، اخته کس په دننه کې ستړیا او تیت دردونه هم احساسوي، همدارنګه یو ناڅاپه غبرګون چې د انسان په کنټرول کې نه وي، بېځایه غوصه او له دې حالته د خلاصون لپاره هره شونې چاره تر سره کول هم د فوبیا نښې شمېرل کېږي.
پوپلزۍ: استاد لاملونه به یې څه وي؟
استاد عظیمي: فوبیا ګڼ لاملونه لري، په ماشومتوب کې د وېرې مخینه، د ژوند پۀ یوۀ پړاو کې د ډار تجربه کول، سټرس راوړونکې پېښې، له کچې ډېر حساسیت، د ډارنو کسانو تر څنګ اوسېدل او وېروونکی چاپېریال د فوبیا لامل ګرځي، ماشومان له ماشومتوبه وېره زده کوي کرار کراره یې وېره ډېرېږی او یو مهال پر فوبیا اوړي دا چې څوک وېره ورښایي طبعاً چې لویان دي دباندې پیشو ده مار ده بلا ده پېری او داسې نورې وېرونې په لویوالي کې له فوبیا سره نېغ په نېغه اړیکه لري، ځکه همدا وېرونې د ماشوم پر لاشعور کې ځای نیسي او په لویوالي کې د فوبیا په بڼه پر انسان تېری کوي.
همدارنکه پر ځان ټیټ باور هم د فوبیا پر منځته راتګ کې ونډه لري او یا ویلی شو چې پر ځان ټیټ باور د فوبیا پر شدت کې خورا رول لري.
پوپلزۍ: استاد پایلې به یې څه وي؟
استاد عظیمي: له بده مرغه فوبیا د انسان لپاره ښې پایلې نه لري دا چې انسان تل په وېره کې وي، نو انرژي لګوي او د انرژی همدا لګښت د بدن وده ټکنۍ کوي او د دې لامل ګرځي چې بدن سمه وده ونه کړي، همدارنکه د انرژۍ بې ځایه لګښت د بدني او اروایي ستړیا لامل هم ګرځي، په دې مانا چې اخته کس د هر څه پر وړاندې سخت غبرګون ښیي یا سخت غوسه کېږي، ځکه حوصله کول مغزي انرژۍ ته اړتیا لري او کله چې یاده انرژي ختمه یا کمه شي انسان غوسه کېږي.
د دې تر څنګ ښایي اخته کس د کوڅه ډبو سپو له امله ښوونځی پرېږدي یا دا چې د سیند تر څنګ د تېرېدو له امله نور دندې ته لاړ نشي یا د ټولنیزې فوبیا له امله خپل ملګري او اړیکې له لاسه ورکړي او یا هېڅ ملګری ونه مومي.
پوپلزۍ: استاد مخنیوی یې هم شونی دی؟
استاد عظیمي: موږ کولای شو په ځینو اسانه لارو چارو د دې ګډوډۍ مخنیوی وکړو، مثلاً د ماشوم له وېرولو څخه په کلکه ډډه وکړو، چې وېره د ماشوم پر لاشعور کې ځای پر ځای او په راتلونکي کې د فوبیا لامل نشي همدارنګه د خپلو اولادونو له رټلو ګواښلو او وهلو څخه ځان وساتو، چې یې پر ځان باور ته زیان ونه رسي او پر فوبیا باندې اخته کېدو ته لار هواره نشي، ددې تر څنګ که خپل وخت سم مدیریت کړو، نو دې ته به وخت پیدا نه کړو چې پر وېره فکر وکړو او همدا د وېرې او فوبیا د مخنیوي تر ټولو غوره لاره ده.
پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې په توګه آیا درملنه یې هم کېږي؟
استاد عظیمي: له نېکه مرغه د نورو اروایي ګډوډیو په پرتله د فوبیا درملنه اسانه او ښه پایله ورکوي د درملنې په پیل کې له اخته کس سره خبرې اترې کېږي، تر څو مالومه شي چې فوبیا ده او که نه، د مصاحبې او کتنې پر مهال د ځینو نښو له مخې د فوبیا شک پرې کېږي وروسته یې د فوبیا د تایید او کچې مالومولو په موخه ټیسټ اخیستل کېږي.
د ټیسټ اخیستو وروسته یې کچه څرګندېږي او وروسته پرې د کچې اړوند طرحه عملي او منظمه درملنه یې پیلېږي، د درملنې په بهیر کې د ځینو شیانو او موقعیتونو پر وړاندې د اخته کس حساسیت ځپل کېږي، یانې اخته کس ته لومړی د ذهني ورپسې د انځوریزې او وروسته د حضوري حساسیت ځپنې لارښوونه کېږي، چې یې کرار کراره حساسیت راکم او له منځه ولاړ شي.
همدارنګه د درملنې په موخه له خړوبونې هم ګټه اخیستل کېږي، که چېرې یو کس له اوبو وېریږي او اوبو ته یې ور واچوو او یا هغه څوک چې له سپي وېره لري له سپیو سره مخامخ کړو، نو له سختې وېرې وروسته به ورسره عادي شي، خو دا تګلاره باید پر ډېر احتیاط وکارول شي، ځکه د مرګ خطر هم لري، د دې تر څنګ زړور کسان بېلګه ګرځول او د هغو په څېر کلک هوډ لرل یې هم پر درملنه کې مرسته کوي.
پوپلزۍ: استاد له تاسې څخه یوه نړۍ مننه په دې هیله چې د نورو اروايي ګډوډيو په اړوند هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ او د یاران لوستونکو ته باید ووایم چې تاسې کولای شئ، دلته خپله له استاده د وېرې په اړوند ډېر نور څه هم ووینئ او وګورئ.

استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ، د یوه روغ، آباد او سوله‌ییز افغانستان په هیله خدای مو مل شه.