لیکنه: حمیدالله حمیدي
د کوبه جومات په جاپان کې لومړنی جومات دی، چې د (کوبه) په ښار کې موقعیت لري. دغه جومات په ۱۹۲۸م کال کې د کوبه ښار په (اکایاماته دوري، چو- کو) سیمه کې جوړ شوی، چې لګښت یې یو شمېر اسلامي هېوادونو پرې کړی دی.
د کوبه جومات په هندي سنتي سبک د (یان یوزف اشواګرا) معمار پر لاس ودان شوی دی.
د جاپان پر دوو ښارونو (ناګازاکي) او (هیروشیما) د امریکا تر اتومي برید وروسته د کوبه ښار هم زیان ولید او ډېری برخې یې ورانې شوې.
د کوبه جومات شاوخوا سیمې له خاورو سره خاورې شوې، خو د جومات دېوالونو یوازې درزونه وکړل او ښیښې یې ماتې شوې.
د بمبارۍ له کبله د جومات بېروني دېوالونه لوګیو تور کړل. هغه جاپاني عسکر، چې د کوبه جومات په تلخونه کې یې پناه اخیستې وه ژوندي پاتې شول، ان دا چې جومات د مسلمانانو او کافرو دواړو لپاره د امن پر ځای بدل شوی و.
د جنګ له پای ته رسېدو وروسته یو شمېراسلامي هېوادونه سره جرګه شول او د جومات د بیارغولو لګښت یې پر غاړه واخیست. دغه جومات له یوې بلې پېښې هم روغ وتلی. په ۱۹۹۵م کې په جاپان کې د شلو ثانیو په اندازه زلزله وشوه، چې لږ تر لږه ۶۴۳۳ تنه جاپانیان یې مړه کړل او د ښارونو ډېری برخه ونړېدې، خو د کوبه جومات هماغسې پر خپل ځای روغ پاتې شو.