د کوالالامپور تر ټولو پخوانی جامع جومات

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه: حمیدالله حمیدي
د کوالالامپور جامع جومات په مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جومات دی، چې د جوړولو چارې یې په ۱۹۰۷م کې پیل او په ۱۹۰۹م کې پای ته ورسېدې. دغه جومات د سلطان (سلانګور) پر لاس پرانیستل شوی دی. دا هغه ځای دی، چې د مالیزیا ډېری تاریخي پېښې پکې را منځته شوې دي.

دغه جومات درې ګنبدې لري، چې لویه هغه یې ۲۱ متره ۳۰ سانتۍ لوړوالی لري. دغه ګنبده په۱۹۹۰م کې ونړېده، چې بیا بېرته له سره ورغول شوه. د جومات په څنډه کې دوې لویې سرې اوسپنیزې منارې هم تر سترګو کېږي، چې لوړوالی یې۲۶ متره او ۸۰ سانتۍ ته رسېږي.
د کوالالامپور د جامع جومات خدمتګاران د جمعې پر ورځ د زرګونه لمونځ‌کوونکو کوربانه وي، چې پر جومات سربېره په پارک او واټونو کې هم پر لمانځه ولاړ وي.
د جومات ځانګړې منظره او رنګینې کوڅې د شپې لخوا بېله ښکلا لري. تاسو که د کوالالامپور په هر ځای کې وۍ په اسانۍ سره د مترو په وسیله دغه جومات ته ځان رسولی شئ، ځکه چې د مترو یو تمځای د کوالالامپور د جامع جومات په نامه نومول شوی دی.
پر عبادت ځای سربېره جومات ګڼ شمېر نور ملحقات هم لري. شاوخوا ښکلی پارک، شنې ونې او د خلکو ګڼه ګوڼه هغه څه دي، چې د کوالالامپور جامع جومات یې لا ښایسته کړی دی.