روزنه او پرمختګ؛ توپیرونه، اهمیت او ګټې يې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: غازي عابد

له هر څه وړاندې لومړی ضرور دی چې د روزنې او پرمختګ په اړه لنډو کې پوه شوه.
دا دواړه هغه علمي فعالیتونه دي چې یوه کمپنۍ یا اداره یې د معلوماتو او لارښوونو په توګه د خپلو کارکوونکو لپاره ترتیب او محیا کوي، څو د خپلو دندو د ښه ترسراوي په موخه د هغوی پوهه او مهارتونه نور هم پياوړي او قوي شي.

د روزنې او پرمختګ توپيرونه

روزنه د پروسې او عملياتي کارکوونکو لپاره یوه لنډمهاله بیا فعالوونکې یا ځوابیه پروسه ده، داسې چې ستونزه پيښه شوې او بیرته یې حل لپاره کارکوونکي روزې. یعنې روزنه اصل کې کارکوونکو ته د هغوی د دندو اړوند تخنیکي پوهه ورکوي، مثلاً کارکوونکو ته ورښيي چې څنګه یو معلوم ماشین استعمال کړو، یا څنګه دې کاري پایله ښه کړې.
خو پرمختګ یا وده ورکول یوه ډیزاین شوې دوامداره پروسه ده چې د اجرایوي کسانو لپاره لکه مدیران، رییسان او نورو ته د پرمختګ ورکوونې په موخه پر مخ وړل کیږي، مانا تر اوسه کوم څه نه دي پيښ شوي، خو ددې لپاره چې احتمالي مخنیوی یې شوی وي، خلکو ته دومره پرمختګ ورکوې چې له مخکې ورته تیار جوړ و اماده وي.
په روزنه کې کارکوونکي غواړي چې اضافي مهارتونه زده کړي او په پرمختګ کې په ټولییز ډول په شخصي لحاظ پرمختګ وکړي.
په پرمختګ کې په مدیریتي موقفونو کې د کارکوونکو ټولییزه علمي وده او پوخوالی پام کې نیول کیږي. په دې پروسه کې درک، رویې، له هر حالت سره جوړیدل یا فلیکسبیلټي، رهبري او انساني… نورو باندې فوکس کیږي او پام کې نیول کیږي.
بل؛ روزنه کې ادارې د کارکوونکو د حاضرو اړتیاو د پوره کولو لپاره پام کوي چې اوس کارکوونکي څه ته اړتیا لري او پرمختګ کې په فردي لحاظ سره د کارکوونکو په راتلونکو اړتیا وو باندې فوکس کیږي.

د روزنې او پرمختګ اهمیت

په ښه ډول سره له انساني سرچینو د استفادې لپاره چمتووالی
مهارتونه یې پیاوړي او پرمختګ کوي
کاري پایله یې زیاتیږي
اداري یا سازماني کلتور ورسره غوړیږي
کیفیت او خوندیتوب ورسره پياوړی کیږي
ګټورتیا ورسره ډیریږي
د کمپنۍ مورال، روحي او اخلاقي حالت او حقوقي شخصیت ورسره پرمختګ کوي.

د روزنې او پرمختګ ګټې او تاوانونه

۱- ګټې
  • له کارکوونکو سره مرسته کوي چې نوي مهارتونه یې وده وکړي او له علمي اړخه هم پرمختګ وکړي.
  • د افرادو او ټیم مؤثریت او ګټورتوب ورسره سم او لوړیږي.
  • دندې په نوې او پرمختللي ډول سره پرمخ وړلی شي.
  • د کارکوونکو د همکاریو او یوبل سره د مرستو انګیزه ژوندۍ ساتي او هغوی تقویه کوي.
۲- تاوانونه
  • دا په نسبي توګه قیمتي پروسې دي، یعنې لګښت پرې راځي.

  • داسې یوه ویره هم شته چې کله کارکوونکي ښه وروزل شي او پرمختګ ورکول شي، نو بیا هڅه کوي چې دا اداره پریږدي بل ځای او دندې ته ولاړ شي.