- ژباړه او زیاتونه
د حضرت ابوبکر صدیق (رض) اصلي نوم عبدالله و او ابوبکر یې د عربیانو په اصطلاح کنیت (کنیة) دی. ابوبکر صدیق (رض) د حضرت محمد (ص) له خاندانه و. نسب یې د حضرت محمد (ص) درون او د قدر وړ نیکه «مرّه» ته رسېږي. مرّه د محمد (ص) شپږم نیکه او د ابوبکر (رض) پینځم نیکه دی. د دې لپاره چې حضرت ابوبکر د عربو تر مینځ په رښتیاینې مشهور و، نو صدیق یې باله، تر هغې ورسته چې ورته وویل شول چې(انت عتیق الله من النار)، نو پر عتیق هم ونومول شو. دی په مکه مکرمه کې زېږېدلی و. پلار یې عثمان(ابوقحافه) او مور يې سلما(ام الخیر) وه.
د ابوبکر(رض) مسلمانېدل
ابوبکر رض په لویانو کې لومړنی کس و چې مسلمان شو. دا چې ابوبکر رض د جاهیلت وخت کې ډېر ښه خوی درلود او د کافرانو غوندې نه و، نو په دې کې هېڅ شک نه شته چې د حضرت محمد ص ملګرتیا یې ولې ومنله؛ ځکه هغه پښتو کې وایو چې (له زړه نه زړه ته لاره وي) یا د عربو په اصطلاح مارغه له خپل همجنس سره له هوا نه ځمکې ته راکوزېږي.
ابوبکر رض او حضرت محمد ص تر بعثت دمخه سره ملګري و، تر دې مخکې حضرت محمد ص د ژوند په تېرو ۴۰ کلونو کې هېڅکله دروغ نه و ویلي او تل یې رښتیا غوره ګڼلې وه. حضرت محمد صلی الله علیه و آل وسلم د مکې څېرمه حرا سوري کې پرله پسې عبادت باندې بوخت و چې وحی پرې نازله شوه. حضرت محمد ص د مکې شواخوا له ابوبکر رض سره مخامخ شو، د وحې نازلېدو ټوله کیسه یې ورته تېره کړه، ورته ویې ویل: “ای ابوبکره! ایا زما خبره به ومنې؟” ابوبکر وویل: “څنګه به ستا خبره نه منم په داسې حال کې چې ته د خلکو ترمنځ خورا رښتینی او شریف انسان یې.”
حضرت محمد ص وویل: “زه استول شوی یم چې امت مې له ککړتیاوو سوتره کړم، سیده لارې او د یوه خدای ج عبادت ته یې راوبولم.” ابوبکر رض ډېر خوشحاله شو ویې ویل: “پلار و مور مې درنه ځار، ووایه څه خبره شوې؟”
محمد ص وویل: “جبرییل راته راغی، خبر یې کړم چې د دې امت پیغمبر یم او د قران کریم څو ایتونه یې پر ما نازل کړل.”
“اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ * خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ * اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ * الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ”
کله چې حضرت ابوبکر رض دا آیتونه واورېدل چیغه یې کړه: “دا خبره څومره خوږه او درنه ده، راته ویې لوله، مور و پلار مې درنه ځار، څه وکړم چې ستا دین ته دنننه شم؟“
رسول الله ص ورته وویل: “اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمداً رسول الله.”
حضرت ابوبکر رض وویل: “شاهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمداً رسول الله”
نو بیا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ورته وویل: “درته مبارک دې وي، ته لومړنی مسلمان او صدیق امین یې!.”
پلار یې عثمان ( ابوقحافه) هغه وخت مسلمان شو چې د هجرت په اتم کال حضرت محمد مصطفی (ص) مکه مکرمه فتحه کړه، هغه وخت ابوقحافه سپینږیری او ړوند شوی و. ابوبکر (رض) خپل پلار له لاسه ونیو، محمد (ص) ته یې ورووست. رسول الله (ص) ورته وویل: “الا ترکت الشیخ فی بیتة حتی آتیة” یانې ولې دی کور کې پرې نه ښود چې زه درغلی وم؟
ابوبکر(رض) وویل چې بویه دی تاته راغلی وای. تر دې وروسته حضرت محمد (ص) د سپینږیري پر سینه لاس راتېر کړ، ویې ویل: “اسلم یا ابو قحافه” یانې مسلمان شه ای ابوقحافه. هغه ځای پر ځای دا بلنه ومنله او مسلمان شو.
ابوقحافه د محمد (ص) او ابوبکر(رض) پر ژوند ژوندی و، مکه مکرمه کې اوسېده. د ابوبکر (رض) تر مړینې شپږ میاشتې وروسته د حضرت عمر(رض) د خلافت په دوران کې ومړ.
د ابوبکر(رض) مور سلما (ام الخیر)، هغې د اسلام مبارک دین د ظهور په لومړنیو وختونو کې د (ابن ابي ارقم) په کور کې، اسلام ومانه او حضرت محمد (ص) ته یې بیعت وکړ.
د ابوبکر (رض) دنده
حضرت ابوبکر صدیق رض بریالی سوداګر(تاجر) و. له سوداګریزو کاروانونو سره یې یمن او شام ته سفرونه کول. هلته په پېر او پلور بوخت و چې بلاخره د قریشو په یوه شتمن کس بدل شو. هغه وخت ده ۴۰ درهمه ګټل چې د هغه پېر ډېره پیسه ګڼل کېده. ابوبکر دا پیسې ټولې کړې وې چې کله مسلمان شو د اسلام په لاره کې یې لګولې. د هجرت په شپه یې ۵ زره درهمه د احتمالي لګښت په پار ځان سره واخیستل. ابوبکر به د قریشو د خانانو هغه مریان اخیستل او ازادول چې مسلمان شوي به و او ځورول کېدل به، د دې مریانو له ډلې یو هم حبشي بلال و چې د(امیه بن خلف) غلام و. کله چې دی ځورول کېده، حضرت ابوبکر رض یې له حاله خبر شو، هغه یې ترې واخیست او ازاد یې کړ. چې بیا د حضرت محمد ص موذن شو.