د بريا پر دغو معنوي قوانينو باید پوه اوسو

سپینه تجريدي ډیزاین
  • هره ننګونه خپل له ځانه یو حکمت لري او د بریا او پرمختګ لپاره یو فرصت دی.

  • ستاسو دباندې نړۍ ستاسو دننه ښکاروندويي کوي هر هغه څه چې دباندې نړۍ کې تجربه کوئ، ستاسو خپل د باورونو او افکارو نتیجه ده.

  • که خپل منفي افکارو ته دوام ورکړئ یا هم تل منفي فکرونه وکړئ، نو هېڅکله به مو ژوند له اوس مهال څخه ښه نه شي او نه به خپل ژوند کې پرمختګ وکړئ.

  • تر کومه وخته چې پخپله ناکامۍ کې نور ګرم وګڼئ، نو هېڅکله هم بریالي نشئ.

  • د دې لپاره چې تر ټولو ښه شی لاسته راوړئ، نو باید باور ولرئ چې تاسو د ښه شیانو وړتیا لرئ.

  • د دې لپاره چې بهرنۍ خوشالۍ ته ورسېږئ، نو لومړی باید خپل دننه خوشالي ته ورسېږئ.

  • که غواړئ چې ښه صحت او ثروت ولرئ، نو باید په خپل ژوند کې منظمه اوسئ.

  • معمولاً لویې بریاوې وروسته له لويې ماتې څخه ترلاسه کیږي. لکه څنګه چې د هر ماښام وروسته سهار دی.

  • له کوم چا سره چې دښمني یا کینه لرئ یا یې هغوی ستاسو سره لري، نو که ښه چلند ورسره وکړئ د هغوی بد چلند په ښه چلند بدلېږي.

  • که خپله هره ستونزه او بار خدای ته وسپارئ، نو ستاسو اوږې به سپکې او ستونزه به مو په آسانه حل کېږي.

  • هر څومره ډېر بښنه وکړئ، هغومره اجر ترلاسه کوئ او زړه مو آرامتیا ترلاسه کوي او همدومره ډېر به بښل کېږئ.

  • که هغه مینه چې تاسو یې بښئ پرته له کومې موخې څخه وي، هماغه د مینې کچه ډېر یا زر د هماغه نفر لخوا تاسو ته درګرځي.

  • د ناروغیو لوی دلیل خشم او کینه دی چې ستاسو په ځان کې پیدا کوي.

  • مینه ستاسو په ځان کې تر ټولو لوی ځواک دی چې په وسیله یې کولای شئ، خپل ژوند په هر ډول چې غواړئ هماغسې کولای شئ.

  • هر څومره له نورو خلکو سره نرم چلند وکړئ، مرسته ورسره وکړئ هغومره به خپل ژوند کې به بریالي شئ.

  • له هر چاسره پرته له موخې پرته له مطلب مینه او ښه چلند کول ستاسو اړیکه ښه کوي او د نورو وګړو ترمنځ مو محبوبوي.