خپله حافظه مو په دغو ګټورو لارښوونو سره پياوړې کړئ!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: شپنه سلګۍ
دا لارښوونې د زلمو او لويانو په ګډون په هر عمر کې د انسانانو لپاره ګټورې برېښي.
د حافظي د ښه‌والي لپاره لارښوونې راسره په لاندې 7 ټکو کې ولولئ!
۱ – تر مطالعې لاندې توکو خپله پاملرنه متمرکزه کړئ!
پاملرنه د حافظې يو بنسټيز جز دى، د دې لپاره چې ستاسو معلومات اوږدمهالي ولېږدي، نو د معلوماتو لپاره فعالې پاملرنې ته اړتيا ده.
۲ – يوازې د ازموينو لپاره په منظم ډول د مطالعې د جلسو له جوړولو څخه ځان وژغورئ!
څېړنې ښیي، هغه زده‌کړيالان چې په منظم ډول خپل مواد مطالعه کوي تر هغو يې ښه زده کوي،چې يوازې د ازموينې په ورځو کې چټکه مطالعه کوي.
۳ – څېړونکو جوته کړې ده چې زموږ په ذهن کې معلومات په اړوندو برخو کې په منظم ډول وېشل کېږي.
تاسو د مطالعې پرمهال د هغو موادو له ترتيب څخه ګټه اخیستلای شئ!
۴ – ټول مطالعه کړي موضوعات تمرين او تکرار کړئ!
د دې لپاره چې معلومات راياد کړئ، تاسو يې د اوږمهاله حفظ په خاطر د هغه مطالبو په نښه کولو لپاره اړتيا لرئ،چې مطالعه کوئ يې، په نښه کولو کې يې يو ښه ګټور تکتيک چې معلومات د تمرين په نامه په جذياتو ونوموي.
۵ – ستاسو له پخوانيو معلوماتو سره د نويو موضوعاتو اړيکه
کله چې يوه نااشنا او نوې موضوع مطالعه کوئ،يوه شېبه وخت د دې تفکر لپاره ورکړئ چې دغه معلومات څنګه له خپلو پخوانيو معلوماتو سره په اړيکه کې کړئ!
۶ – بل کس ته د نويو موضوعاتو تدريس
څېړنې څرګندوي چې په لوړ غږ د ليکلو مطالبو لوستل د معالوماتو په حفظ کې د پاملرنې وړ مرسته کوي.
دوستانو ته د نويو مطالبو په تدريس او په خپله مطالعه کې ګټه واخلئ!
۷ – ستونزمنو معلوماتو ته ډېره پاملرنه وکړئ
تاسو به دا ليدلي وي چې په پيل يا د فصل په سر کې د معلوماتو يادول آسانه معلومېږي،څېړونکو جوته کړې چې د معلوماتو نظم د معلوماتو په يادولو کې ښه رول لوبولى شي.