د معدې ریفلاکس (سوځېدل)

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: ملیحه ناصري
د معدې ریفلاکس په نامه ناروغي ده چې مرۍ، معده او د دغو دواړو د نښلولو په برخه کې پیدا کېږي. هغه حلقه چې مرۍ او معده سره نښلوي له دې ناروغۍ اغېزمنېږي.
د معدې ریفلاکس دا مانا چې د معدې مواد یا کوم خواړه چې خوړل شوي بېرته تېزابي ډوله مرۍ ته راپورته کېږي. یانې د معدې دروازه، چې د مرۍ اخري برخه او د معدې خوله ده، خلاصه پاتې کېږي او مواد بېرته مرۍ ته راګرځي.
څوک چې دا ستونزه ونه لري چې ډوډۍ وخوري، تر مرۍ ښکته کېږي او کله چې معدې ته ننوځي، د معدې دروازه بندېږي، خو ریفلاکس چې څوک ولري د معدې خوله پرانیستې پاتې وي. د معدې ریفلاکس هغه وخت پیدا کېږي چې (Les) کمزورې یا په ناضروري وخت کې راخلاصېږي.
ټوخی، کانګې یا زړه‌بدوالی، ډېر فزیکي کار او د حجاب حاجز ستونزې ریفلاکس پیدا کولی شي. څورب یا چاغو کسانو او امیدواره ښځو ته هم دا ستونزه پیدا کېږي.
د معدې د ریفلاکس نور لاملونه
د خوړو او ژوند ډول، غوړ او سره شوي خواړه، قهوه، الکولي څښاک، نعناع، چاکلېټ هم د معدې د سوځېدا یا ریفلاکس لاملونه دي.
سګرټ څکول هغه عضله (Les) چې مرۍ او معده سره نښلوي، نرموي یا خوړینوي یې.
د معدې د ریفلاکس علایم یا نښې
د معدې سوځېدل یا سوخت د معدې ریفلاکس ښکاروي. معمولاً دا سوخت په سینه کې لږ څه درد پیدا کوي. دا درد د شا له تختې پیل، ستوني او غاړې ته رارسي.
زیاتره کسان وایي چې خواړه یې بېرته خولې ته راځي، د خولې خوند یې ترویو یا تریخوي.
تر دوو ساعتونو پورې کېدای شي چې معده وسوځي یا درد وکړي.
دا درد تر ډوډۍ خوړلو وروسته ممکن ډېر شي. څملاستل یا کوپېدل هم معده سوځوي.
ځینې خلک چې ودرېږي یا د معدې ګولۍ (تابلېت) وخوري، ښه کېږي.
ځینې کسان د معدې درد د زړه له درد سره غلطوي. داسې ګڼي چې ګڼي زړه یې درد کوي، خو دوی دواړه توپیرونه لري.
ورزش د زړه درد ډېروي او استراحت یې راکموي. په داسې حال کې چې د معدې سوځېدل په فزیکي چارو پورې اړه نه لري.
که چېرې توپیر مو نشو کړی، ډاکټر یا روغتیاپال ته ورشئ.
د معدې ریفلاکس څومره کېدای شي معمول وي؟
په امریکا کې حداقل شپېته سلنه کسان دا ناروغي لري. نویو څېړنو ښودلې کوم ماشومان چې نوي زېږېدلي وي، د معدې ریفلاکس یې تر هغې کچې ډېر دی چې مخکې یې اټکل شوی و.
د ریفلاکس درملنه څه ډول ده؟
له ځینو خوړو او څښاکو ځان ساتل، لکه الکولي څښاک، قهوه، چاکلېټ، غوړ او سره کړي خواړه، نعناع…
د خوړو د اندازې کمول: تاسو کولی شئ د ډوډۍ اندازه مو راکمه کړئ.
تر ویده کېدو لږ تر لږه درې ساعته دمخه ډوډۍ وخورئ. دا چاره مو د معدې تیزاب کموي او د ریفلاکس په ورکېدلو کې درسره مرسته کوي.
وزن کمول: هغه کسان چې وزن یې ډېر وي، کله چې راکم یې کړي او لږ څه ډنګر شي، ښه کېږي.
سګرت پرېښودل: تر ټولو ښه لاره یې دا ده چې سګرټ ونه څکول شي، ځکه هغه عضله کمزورې کوي چې مرۍ او معده سره نښلوي.
د معدې د تېزابو ضد درمل: کېدی شي روغتیاپال ځینې درمل درکړي، د دې درملو خوړل د معدې او مرۍ اسید یا تېزاب خنثا کوي.
تر ډېرو ورځو د تېزابو ضد درمل کارول جانبي عوارض لري.
د اسهال، د کلسیم متفاوته میتابولیزم او مګنیزم د ډېرېدو لامل کېدای شي.
یانې کله چې مګنیزیم په وجود ډېر شي د بډوډو یا پښتورګو درد پیدا کوي.
که تر دوو اونیو مو د تېزاب ضد درمل وکارول، روغتیاپال ته ورشئ .
که پر اوږدمهاله ریفلاکس اخته یاست، روغتیاپال به تاسو ته د تېزابو ضد هغه درمل درکړي چې اسید کموي، لکه سیماتیدین، فاموتیدین، نیزاتیدین، رانیتیدین.
یا هم کېدای شي چې د پروتون پمپ د مخنیوي درمل درکړي، لکه امپرازول، ایزومپرازول، پېنتوپرازول، رابیپرازول، اومیپرازول…
که بیا هم ریفلاکس ورک نه شو، څه وکړو؟
ایندوسکوپي: دا کار د ریفلاکس په ختمولو کې مرسته کولای شي.
روغتیاپال یو وړوکی پیپ له کمرې سره مرۍ ته ننباسي، هلته د مرۍ اخري برخه پرې ګوري چې کوم ځای یې زیانمن شوی که زخم شوی دی.
که پایله یې طبیعي نه وي، یوازې یوه بیوپسي له ډاکټر سره مرسته کولای شي، چې د مرۍ پر ستونزه وپوهېږي.
د هضمي جهاز د پورتنۍ برخې کتل: د ایکس شعاع په مرسته له مرۍ، معدې او د خېټې له پورتنۍ برخې څخه عکس اخیستل کېږي چې د معدې د زخم مالومولو لپاره ښه لاره ده.
د مرۍ مانومتري: کېدای شي روغتیاپال د مرۍ مانومتري درته وښیي او ویې ګوري چې څه ستونزه پکې شته.
ایا ریفلاکس عملیات ته اړتیا لري؟
ډېر کم هغه کسان چې هېڅ ډول درمل اغېز پرې ونه کړي، عملیات ته یې اړتیا وي، خو تر څو مو چې دا ټولې لارې ازمویلې نه وي، عملیات ته زړه مه ښه کوئ.
د اوږدمهاله ریفلاکس خطرونه کوم دي؟
که چېرې تل مرۍ ته تېزاب راوګرځي، کېدای شي د ډېر سوخت له کبله مرۍ زخم کړي.
که زخم ځنډنی شي، کېدای شي وینه وکړي.
زخم مرۍ تنګه یا بندولای شي. ځینې کسان د (مري بارټ) په نامه پر ناروغۍ اخته کېږي.
دا ناروغي د مرۍ د سرطان ګواښ ډېرولی شي.
پایله:
د معدې ریفلاکس ورځنۍ چارې سختوي، خو بیخي لږ کېدای شي ژوند وګواښي.
که څوک یې د درملنې په اړه مالومات پیدا کړي، ترې خلاصېدای شي.