د انقره علي شير نوايي جومات.

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: صديقه پوپلزۍ
په شبرغان ولایت کې په ترکي جوړښت انقره علي شیر نوایي په نامه جومات جوړ شو.
دا ډېر یو لوی او ښایسته جومات دی، د لومړي ځل لپاره دومره لوی جومات په شبرغان کې جوړ شوی چې ټول وګړي یې د لمانځه لپاره ورځي، حتا ځینې کسان یې له بهره هم د لیدلو لپاره ورځي.
د کریم رسول شرکت جوړولو مسوول انجینیر محمد صابر عارفي وایي: “چې دا مسجد په پینځه جریبه ځمکه کې، چې د ترکیې د عثماني دورې په بڼه دی، په دوو پوړو کې جوړ شوی، چې ښځي او نارینه پکې لمونځ کولای شي.
عارف وایي چې دا جومات د ترکیې په مرسته د درې نیم میلیون ډالرو په لګښت په شبرغان کې جوړ شوی، د دې جومات د جوړونې سبک اسلامي دی.
هغه زیاته کړه چې د انقره امیر علي شیر نوایي جومات یو لوی ګنبد لري، چې لوړوالي یې ۲۷ متره دی، ۲۴ باب دوکان، د ۵۷ مترو په لوړوالي دوه منارونه، ۸۴ بابه ګنبدونه، د ځمکې عمومي مساحت یې ۱۰۰۰۰ متر مربع دی او د اوداسه ځای لري.
د دې جومات ټول ځایونه ډېر شنه دي، ځکه هوا او ټول ماحول یې ډېر خوندور دی. سربېره پر دې له ډېرو نورو سهولتونو څخه هم برخمن دی. په دې جومات کې پر یوه وخت څلور زره وګړي لمونځ کولای شي.
دا جومات د لومړي ځل لپاره په روژه کې په موقت ډول پرانیستل شو، ځکه چې هغه وخت بشپړ نه و جوړ شوی او د روژې تر اخیره پکې ختمونه او تراویح کېدل.
دا جومات د دوو کلونو په ترڅ کې جوړ شو او ټول کارونه یې خلاص شول.