د آمریکا د میشګان هیواد یوه ځوان د یوې لاري په تېرېدو کي داسي جابه پیداکړې وه، چي پکښي ۲۷ زره ډالره وه او ده دا پيسي په ښه صادقانه ډول بانک ته تحویل کړې.
د ډیلي میل ورځپاڼي د راپور په بنسټ د جورج کانداش په نوم یوه ځوان د رواني جنوري میاشتي په ۲۱مه نېټه د امریکا په میشګان ښار د اې ټي ام په نوم یوه نژدې بانک ته څېرمه یوه داسي جابه پیداکړه، چي پکښي پيسې وې.
جورج له رسنیو سره په خبرو کي وویل(( کله چي مي یاده جابه ولیدله، نو پر لیکل سوي وه، چي ۴۰ زره ډالره، ما بابیزه وګڼله، خو وروسته مي فکر وکړ، چي خلاصه ئې کړم، چي خلاصه مي کړه، نو په هغه کي پيسې وې او ولاړم بانک ته مي تحویل کړې)).
جورج په دې عقیده وو، چي که هر چا زما پر ځای دا پيسې پیداکړي وای، هتمن ئې خپل خاوند ته تسلیم کولې.
له دې سره سره چي پر جابه ۴۰ زره ډالره نویشته وه، آما د جابې په داخل کي ۲۷ زره ډالره وې، بانک د جورج څخه مننه وکړه او هغه ته ئې بخششي ورکړه.
د یاد بانک مسئولین وايي، که چیري دې ځوان یادي پيسې له ځان سره وړي وای، نو هتمن به د پټو کیمرو له لاري تعقیب سوی وای او نیول سوی به وای.