- ليکنه؛ شپنه سلګۍ
د تېر په څېر اوس هم په کليو او بانډو کې زموږ ښځینه قشر له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او لا هم یې حَقه او اسلام ورکړي حقوق ترې پر یوه او بل نامه سلبېږي.
له وهلو، ترټلو او سپکولو سربېره حتا د انسان په سترګه ورته هم نه کتل کېږي.
د خپل حق لپاره یې له خولې هره راوتونکې ناره تر ویلو وړاندې د جبر پر منګولو په ستوني کې زیندۍ شي.
تور، تهمت، بد نسبتونه او جنسيځورونې خو یې هسې هم د بدمرغه ژوند پر تندي لیک دي.
په ډېرو عادي او وړو وړو خبرو ترې د خدای ورکړي ژوند حق اخیستل کېږي. لنډه دا چې زموږ په ټولنه کې د ښځې مثال داسې دی، لکه دیو مادام العمر بندي، چې ظاهراً ژوندي ته ورته وي، خو په حقیقت کې یې د ژوند واګې له بل چا سره وي.
دا چې تر څو به زموږ په ټولنه کې ښځې دغه د زورزياتي څپې د خپل صبر په ساحل ماتوي، معلومه نه ده، خو هغه خويندې چې د ټولنيزو رسنيو د استعمال زمينه ورته مساعده ده او کولای شي چې د خپلو روا غوښتنو او حقّه حقوقو د إعادې لپاره خپل غږ د نورو تر غوږونو ورسوي، نو چوپ دې نه پاتې کېږي، ځکه که دوی خپلې غوښتنې په مثبت ډول مطرح کړي او هڅه وکړي، نو لرې نه ده چې يو شمېر هغه نارينه، چې د ناپوهۍ او یا هم پر قصدي ډول یې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، خپله غلطي درک او د جبران لپاره یې لاس په کار شي. او د خپلې خور، مور، لور او مېرمن تلف شوي حقوق بېرته هغوی ته اِعاده کړي.
د افغانو ښځمنو د یو باعفته، نېکمرغه او هوسا ژوند په هیله!