د خاوند/ مېرمنې په رښتینې مینه څنګه پوه شو؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه او زیاتونه؛ ملیحه ناصري

ډېری هلکان او نجونې تر واده دمخه په رښتینې مینه پسې ګرځي. ډېری پر دې اند دي چې خپله مینه یې موندلې، خو یو شمېر کسان بیا بې مینې اړیکې پالي. له داسې پاللو نه بې مینې ژوند څو ځله غوره دی. که مو رښتینې مینه نه وي حس کړې یا هم پر خپله مینه بشپړ باور نه لرئ، دلته درته وایو چې نښې یې کومې او کومه مینه رښتینې ده.

که تاسو یوازې د دې پار واده کړی وي چې له یوازیتوب او مجردۍ څخه ځان خلاص کړئ، پر دې هم وپوهېږئ چې تر یوازیتوبه څو څیزونه بدتره هم شته. کله مو چې په یوه اړیکه کې پر نفس باور، درناوی او ارزښت بایلود، نو یوازیتوب ترې غوره دی. که دا درې واړه وبایلل شي د ژوند خوند او موخو ته مو رسېدل سختېږي. نکاح سنت ده، خو پکې ویل شوي چې دغه دغه وړتیاوې باید یو کس ولري چې واده وکړي. وړتیا لرل سخت هم نه دي، یوازې یو څه معنوي مثبت بدلون خپله وړتیا جوړوي.

ځینې هلکان او نجونې داسې ګڼي چې تر واده دمخه مین شوي. یو مینه ده، یو هم جذبه. ډېری فلمونه، کتابونه، انځورونه او سندرې د رښتینې مینې د انځورولو په پلمه یوازې جذبات انځوروي. مانا که هسې څوک د چا پر لور تمایل پیدا کړي، مینه نوم پرې ږدي. د بېلګې په ډول ځینې کسان په داسې سوچونو کې ډوب شوي چې ګڼې په یو ځل لیدو یا خبرو اترو یې پر مقابل کس مین شوي. په یو ځل لیدو او خبرو زړه نه بایلل کېږي. ښایي وبایلل شي، خو رښتینې او واقعي مینه نشي کېدای.

دا یوازې هغه حس دی چې د هر هغه کس پر وړاندې پیدا کېدی شي چې ستاسو په ماغزو کې فرومونونه (الماني پوه کشف کړي او نوم یې انتروپین پرې ایښی و/ هغه څه دي چې کله په ماغزو کې ترشح شي، د مقابل لوري پر وړاندې  کشش یا جذبه پیدا کوي.) فعال کړي وي.

کله چې زموږ وجود د بل کس په ځان کې یوه ځانګړې (ډي ان اې) چې موږ سره ورته وي، پیدا کړي، زموږ په ماغزو کې فرومونونه تولیدېږي چې د همغې (ډي ان اې)  پر لور مو ورکاږي. او دا (ډي ان اې)  زموږ وجود د هغه بل وجود له بویه کشفوي. دا فرومونونه یوازې هغه جذبه راپاروي چې مخالف لوری راباندې ګرانوي. دا د ملګرتیا او ګرانښت حس کېدی شي، خو مینه نه. دا دوه کسان له جنیټیکي پلوه سره ورته او په راتلونکي کې روغ رمټ اولادونه لرلی شي. کېدای شي شخصیتونه یې هم سره ورته او یو د بل په خوښه وي. دا ضمانت بیا نشي کولی چې جذبه دې پر مینه بدله کړي. جذبه انسان داسې کارونو ته اړباسي چې پخوا یې فکر هم نه وي پرې کړی. مثلاً دا کس خو پر جذباتو د مینې ګومان کوي او د خپلې مینې د لاسته راوړلو لپاره کېدای شي دروغ ویل پیل کړي. غلا وکړي، ځان او نورو ته تاوانونه ورسوي، لکه رومیو او ژولېټ فکر کاوه چې مین دي، خو یو وخت یې پام شو چې دا مینه نوره نشي اوږدېدی، نو ځانوژنه یې وکړه. همدا د جذبې تاوان و چې ور ورسېد.

تر واده وروسته یا وړاندې رښتینې مینه ځینې نښې لري:

— یو د بل پر وړاندې د مسوولیت او ملاتړۍ احساس. هر وخت چې یو د بل ملاتړي شول او یو بل یې مسوولیت وګاڼه هماغه رښتینې مینه ده.

— تر واده وروسته، بله نښه یې دا ده چې د مینې د پیاوړي کولو په موخه خپل انساني جذبې وکاروي. مانا داسې یو کار یو بل ته وکړي چې یو د بل جذبې راویښې کړي.

— هر کله چې یو د بل په څنګ کې وي د ډار او وېرې احساس ونه کړي او ځان ارامه حس کړي. کله چې خاوند او مېرمن یو بل سره ناست وي, یو بل ته موسک وي او مقابل لوري ته له همدې لارې د ارامتیا ډاډ ورکړي.

— درک یې بله نښه ده. هغه مهال چې دواړو خواوو یو بل درک کړل او یو د بل پر ستونزو سره پوه شول، مینه یې هم رښتینې ده.

— ضد نه کول. ځینې مسایل وي چې د منلو وړ نه وي، نو کله چې د منلو لپاره یې یو بل سره ضد ونه کړ، همغه مینه ده.

— حوصله او صبر د رښتینې مینې بله نښه ده. هر انسان ځینې خبرو کې تېروځي. کله چې دا تېروتنه درک شي او یو بل ته حوصله وکړي، نو اړیکه مینه ییزه ده.

— د ازمایلو په موخه یو له بله داسې کار کول نه غواړي چې مقابل لوری پرې ازمایښت کړي. هر کله چې چا څوک په مینه کې وازمایل، هغه رښتینې مینه نشي کېدای. رښتینې مینه ډاډمنه وي او ازمایښت ته اړتیا نه لري. هېڅوک نه غواړي له داسې چا سره ټول ژوند تېر کړي چې پر هر کار یې “کتونکی (منتقد) شي.

— د خاوند او مېرمنې د رښتینې مینې بله نښه ملګرتیا ده. تر خاوند/ مېرمن اوسېدو پرته دوی په یو بل تار سره تړل شوي وي چې ملګرتیا ده.

— د اولادونو سمه روزنه د مېرمنې د رښتینې مینې څرګندویي کوي. اولادونو ته تر خپلې وسې ژوند توکي برابرول او مینه ورسره کول، د خاوند مینه ښکاروي.

— د کور ساتنه او د مېړه د خبرو منل، د مېرمنې وفا او مینه ښیي. مېرمنې ته پاملرنه د خاوند مینه څرګندوي.

— متقابل درناوی د رښتینې مینې نښه ده. هر وخت یې چې یو په بل پسې بد رد ونه ویل او یو د بل په لیدو یې داسې حرکات وکړل چې ګڼې کوم ستر او درون انسان سره مخ شوي، همغه مینه ده .

— باور او اعتماد هم مینه ده. چې یو بل ونه څاري او یو پر بل پسې، پسي شا خبرې ونه مني، همدا رښتینې مینه ده. انسان دی کېدی شي شک پرې وکړي، خو باید مستقیم ورته ووایي چې داسې یو څه مې واورېدل، رښتیا دي که نه، خو د درېیم کس پر خبرو یې چې باور نه وي کړی، پوه شئ مینه رښتینې ده.