ليکنه: صديقه پوپلزۍ
څه ډول له ستونزو نه ځان خلاص کړو؟
په کومې نړۍ کې چې موږ ژوند کوو په هغه کې زحمتونه او غمونه شته او دا غمونه د ژوند یوه برخه ده. که ددې ستونزو اصلیت هر څه وي خو موږ باید څه ډول غبرګون وښایو او خپل ځان په وړاندې یې وبایلو او یا هم ورسره مبارزه وکړو نو که غواړو چې ددې ټولو ستونزو څخه ځان خلاص کړو یا هم زموږ په ژوند منفي اغېزي ونه کړي نو ددې لپاره باید څه وکړو؟
۱: د ستونزو پېژندنه: په لومړي مرحله کې باید خپل ستونزه وپېژنو تر څو وکولای شو د هغه سره مبارزه وکړو. کله چې دوه لوبغاري غواړي یو بل سره لوبي وکړي نو لومړۍ د یو بل په هکله معلومات پیدا کوي او ددې معلوماتو له طریقه د حریف په وړاندې ځان چمتو کوي.
د مصیبتونو او ستونزو ډولونه:
الف: هغه ستونزي دي چې طبیعت کې دي یعنې په هر انسان راځي لکه مرګ.
ب: او بل هغه ستونزي دي چې خدای یې د خپل د بنده د ازمویلو لپاره او د ځواک د ډېرېدو لپاره په انسان راولي، ځیني دا ستونزي د جسمي له اړخه انسان ټينګ کوي او ځیني هم د معنوي له اړخه.
خدای ج انسان د سختو حالاتو سره مخامخ کوي خو همداسي یې د حل لاري هم ورته برابروي، او ځیني ستونزي ځکه په انسان راولي ترڅو غرور یې لمنځه لاړ شي او خدای ته مخه کړي.
یواځي دا بسنه نه کوي چې موږ ستونزي وپېژنو باید حد او اندازه هم وپېژنو ځیني خلک کوچني ستونزي ته هم په لویه سترګه ګوري او ځان بایلي او نشي کولای سمه پړېکړه وکړي دا کسان لویي ستونزي ته لویږي.
۲: د ځان پېژندنه: د ستونزو پېژندني سربېره باید ځان هم وپېژنو. هغه وړتیاوي چې وړکړي دي باید ورباندې پوه شي.
کوم کسان چې ځان نه پېژني هغوی ته ستونزي ډېري لویي ښکاري او ځان ورته هیڅ کاره، نو که مو ځان وپېژاند خپل په ځان باور مو هم ډېریږي.
۳: صبر او استقامت: د ځان پېژندني او د ستونزي پېژندني نه وروسته باید په ارامي سره د حل لاره ورته پیدا کړي نو د همدې صبر په وسیله کولای شو هره ستونزه حل کړو او لورو ځایونو ته ورسېږو.