له جورابو سره ويده کېدل؛ ایا بدن ته ګټه لري؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: نسیمه محمدي
له دې وړاندې مو اورېدلي وو، چې له جورابو سره ويده کېدل زیان لري او خوبځای ته له تللو وړاندې جورابې له پښو لرې کړو. خو دلته به ولولئ، چې له جورابو سره ویده کېدل د روغتیا او پوستکي د ښکلا لپاره فوق العاده ګټې لري.
تر اوسه له جورابو سره ويده کېدل مضر او له عوارضو خالي نه ګڼل کېدل، په داسې حال کې چې د خوب پر وخت جورابې په ځینو ناروغیو او د پښو د پوستکي اړوند ناروغیو مخنیوی کوي.
څرنګه چې تاسې هم د خوب پر وخت د جورابو اغوستلو مینه وال یئ، دا ټکی باید په پام کې ولرئ په ناخبره توګه مو خپلو پښو ته ډېر ارزښت ورکړي او ساتنه مو ترې کړې، پوښتۍ به چې ولې؟ ځواب وړاندې ولولئ.
download.jpg
— له جورابو سره ویده کېدل د پښو له چاودېدو مخنیوی کوي:
دا ګټه د خوب پر وخت، ستاسې د پښو له چاودو مخنیوی او ساتنه یې کوي. آیا تر اوسه داسې شوي چې سهار له خوبه پاڅئ او ووینئ چې پښې مو درد کوي یا چاودلي وي؟ له تاسې نه پوهېږم، مګر زما لپاره ناخوښه پېښه ده.
— له جورابو سره ویده کېدل مو پښې ګرمې ساتي:
په څېړنه کې زیاترو ښځینه او نارینه وو ویلي، چې د خوب پر وخت یې ځورونکی وضعیت، د پښو یخ وهل دي. که تاسې هم له دې حالت کرکه لرئ، باید له دې وروسته د خوب پر وخت جورابې واغوندئ، چې پښې مو ګرمې وي. آیا د پښو له یخ وهلو مخنیوی، د خوب پر وخت د جورابو اغوستلو عالي ګټه نه ده!؟
— له جورابو سره ویده کېدل د پښو د خوله کېدو احتمال لمنځه وړي:
د بدن د خاصو برخو، مخصوصا د پښو ډېر او ناطبیعي خوله کېدل، ستونزه ده چې د هایپر هایدروز په نامه یادېږي. که د پښو له ډېر خوله کېدو ځورېږئ، د خوب پر وخت جورابې اغوستل ښه چاره ده، ځکه جورابې خوله جذبوي. شاید د ورځې د جورابو له همدې خاصیت ګټه واخلئ او شاوخوا وګړي مو د پښو د خولې او بدبوی څخه په تېښته نه کړئ.
— د روغتیا او پښو د پوستکي د ښکلا لپاره ګټې:
که غواړئ د پښو پوستکی مو نرم او روغ پاتې شي، بل ځل له کفشونو سره بېرون ته ځئ، له خوب وړاندې خپلې پښې له مرطوب کوونکي کریم یا واسلین سره غوړې کړئ. په تمه شئ چې وچې شي، وروسته جورابې واغوندئ. جورابې د پوستکي پر مخ رطوبت ساتي او بل سهار به نرم او صاف پوستکی ولرئ.
— د جورابو اغوستل له فنجي او باکتریاوو څخه مخنیوی کوي:
د جورابو اغوستل درسره مرسته کوي چې پښې مو له دوړو، خاورو او باکتریاوو څخه وساتئ. په دې ډول د پښو له فنجي او د باکتریاوو له ډولونو څخه مخنیوی کېږي، څرنګه چې د دې ناروغۍ درملنه ستونزمنه ده، نو د مخنیوی لپاره د جورابو اغوستل ښه درملنه ده.