ژباړه: نسیمه محمدي
د نن ورځ په ماشیني ژوند کې آرام اعصاب درلودل، ډېر اهمیت لري. د ځینو وېټامینونو په منظم لګښت سره کولای شئ، دا آرامتیا تر لاسه کړئ.
عصبي سیستم هم د بدن د نورو ارګانونو غوندې پاملرنې او ساتنې ته اړتیا لري. د ډېرو ساده ټکو سره عصبي هوساینه ترلاسه کولی شو.
ورځني خواړه د بدن په هر غړي خپل حتمي اغېز لري، یعنې ویلی شو چې د بدن هر غړی سالمې تغذیې ته اړتیا لري.
د وېټامین B1 کمبود د عصبي سیسټم د اختلال او ګډوډۍ او ځینو ناروغیو لامل کېږي، لکه بربري، د بدن سوزش او مورمور کېدل (له تبې وړاندې د بدن سړښت او رېږدېدل) او د اشیاوو د لمس توان نه درلودل. د سبوس لرونکو غلو دانو مصرف د دې ناروغۍ څخه مخنیوی کوي.
د وېټامین B6 او B12 کمښت چې د خُلق او خوی، عصبي اختلاطاتو او د ډېری غوسې د تحریک سبب ګرځي، همدارنګه د عصبي سیسټم په سلامتۍ هم ډېر اغېز لري. دا وېټامین په حبوباتو، ځیګر، زړه، بډوډو، شیدو، او هګۍ کې پرېمانه شته دي.
د امېګا۳ مصرفول د عصبي سیسټم په روغتیا کې مرسته کوي او حسي او عصبي اختلاطاتو درملنې لپاره دا وېټامین د کبانو په بېلابېلو ډولونو کې په زیاته اندازه شته.
د وېټامین D کمښت د هډوکو د کمزورۍ سربېره د شناختي عوارضو سبب هم کېږي، چې مهم یې د مغز د مناسب فعالیت نه تر سره کول دي. د لمر وړانګې په لومړۍ درجه کې د دې وېټامین تر ټولو ښه سرچینه ده، تر دې وروسته شیدې او د وېټامین D امپولونه دي.