موږ په ډېرو اروایي لارښوونو کې د مدیتېشن نوم اورېدلی یا لوستی دی، خو راځئ پوه شو مدیتېشن څه ته وایي.
لاتیني کلیمه ده او ارامتیا ته د رسېدلو مانا ورکوي. دا هغه حالت دی چې انسان له بهرنیو پدیدو ځان لږ راګوښه کوي، خپل ذهن ارام او سکون ته پرې رسېږي.
مدیتېشن د ذهن مترکز کول دي. دا تمرکز کېدی شي پر یوه کلیمه، اواز، غږ، حقیقي یا خیالي انځور، عبارت، عبادت، دین، فرایض، پر ځان، پر ساه اخیستلو او داسې نورو ځانګړو څیزونو وي. تر دې دمخه مو د (مثبت اندۍ اووه لارې) لیکنه کې ویلي وو چې د اروایي ورزش په موخه یوه کلیمه (مینه یا ارامتیا) وټاکئ او څو دقیقې مو ذهن پرې متمرکز او راغونډ کړئ. همدغې تمرکز ته مدیتېشن وایي. دا کړنه د شخصیت جوړونې او پیاوړتیا لامل هم کېږي. مانا پر ځان مو باور ټینګوي.
د مدیتېشن موخه:
موخه یې د سټرس راکمول، اروایي او جسمي روغتیا ساتنه، د ژور خپګان له مینځه وړل دي. څوک چې پرله پسې مدیتېشن کوي، د نورو په پرتله خوشحاله، د ستونزو پر وړاندې ځواکمن او وینه یې سړه وي. یانې خپل احساسات قابو کولی شي او ژور فکر لري.
د مدیتېشن ګټې:
— سټرس ورکوي او ارامښت ډېروي.
—خواره فکرونه کم او تمرکز ډېروي.
— د خپل ځان، نورو او ژوند د ښه درک لامل کېږي.
مدیتېشن له موږ سره مرسته کوي چې پر خپلو نیمګړتیاوو، کمزوریو برلاسي او له منځه یې یوسو. د هر څه په اړه چې اندېښنه ولرو، یوازې په مدیتېشن هغه نشو کمولی. باید ترڅنګ یې مرستندویې کړنې هم وي. که له ځانګړې ناروغۍ ځورېږو، نو د مدیتېشن تر څنګ باید درمل وخورو او خپلو خوړو ته پام وکړو.
د طبابت له نظره (د کېناستلو د ډول له مخې) مدیتېشن درې ډوله دی:
۱ – سمې پلترۍ ووهئ، ملا مو سیده کړئ او د ملا تیر ښکتنۍ مهرې مخې ته وباسئ.
۲ – په ناستې دواړه پښې وغځوئ، یوه پښه د بلې تر ورانه لاندې، دا بله پښه د لومړۍ پر پونډۍ، زنګون ته نږدې کېږدئ. د ملا تیر باید سیده وي.
۳ – درېیم ډول د لومړي په څېر دی، خو پښه تر ورانه لاندې نه، د همغې پښې پر پونډۍ کېښودل کېږي.
په ټولیزه توګه مدیتېشن دوه ډوله دی:
۱ – د تمرکز په مرسته
۲ – د فکر کولو په مرسته
هغه چې پر تمرکز راڅرخي، پر یوه کلیمه، عبارت، غږ، دیني مسله، انځور یا ځانګړي ورزش (یوګا…) تمرکز کول دي. ټول حواس مو باید راغونډ شي او په یوه وخت کې پر دوو خبرو باید تمرکز ونه شي. داسې انسان ژر ارامښت ته رسي، د اروایي او فزیکي روغتیا لامل یې کېږي.
بل د یو څه په اړه ژور فکر کول دي. پر هر څه مو چې خوښه وه، ژور سوچ پرې وکړئ.
هېره دې نه وي مدیتېشن کې به مو لاسونه ښکته ځړوئ، د ملا تیر سیده، سترګې ښکته واچوئ، خو ځمکې ته ډېر مه ځیر کېږئ. ارامه ساه واخلئ، د الله متعال پر ورکړو نعمتونو او قدرتونو یې فکر وکړئ. د دې په اړه سوچ وکړئ چې څومره ښکلی چاپېریال یې درکړئ. منندوی یې شئ او شکر وباسئ. پر خپلو شته نعمتونو غور وکړئ او چې نشته ځان مه پرې ځوروئ. هېڅکله د روزي په اړه اندېښنه مه کوئ. روزي ټاکل شوې او په ټاکلې اندازه دررسېږي. نه لږ نه ترې ډېره.
بله اړینه خبره دا ده چې هرومرو ارامه ځای وټاکئ چې شورماشور پکې نه وي. حداقل د ورځې شل دقیقې مدیتېشن وکړئ. که په یو ځل یې نشئ کولی، وخت یې ووېشئ. لس دقیقې یو ځل, لس دقیقې بل ځل مدیتېشن وکړئ. پایلې به یې تاسو خپله حیران کړي.