نصرت حقپرست د ماتي له امله د ټولو هیوادوالو څخه بخښنه غوښتې!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی نصرت حقپرست تېره شپه د آمریکايي سیال درو دوبر په وړاندي ولوبېد، چي د هغه څخه ئې د لوبي په لومړي پړاو کي ماته وخوړه.

دا لوبه د آزادي مبارزې په یوه نړیوال او معتبر سازمان یو اف سي کي ترسره سوه.
نصرت حقپرست او درو دوبر تېره شپه د آمریکا په لاس وګاس ښار کي یو د بل په وړاندي ولوبېدل، چي د لوبي په پیل کي حقپرست ونه توانېد، چي د تکړه او نوموتي آمریکايي سیال په وړاندي په سم ډول ولوبیږي او هغه ناک اوټ کړ.
حقپرست، چي ۷۰ کیلو ګرام وزن لري د لوبي په لومړۍ دقیقه او لسمه ثانیه کي له ماتي سره مخ سو.

تر ماتي وروسته افغان لوبغاړي حقپرست زیاته کړه، چي له تیرو درو میاشتو راهیسي ئې د یادي لوبي لپاره چمتوالی نیولی وو.
هغه له ټولو هیوادوالو څخه بخښنه وغوښته، چي د ولس پر شونډو ئې مسکا نه راوستله.

حقپرست تر دې مخکي ۵ ځلي د یو اف سي په سازمان کي دقفس دننه لوبېدلی، چي درې بریاوي او دوې ئې بیا ماتي خوړلي دي.
مګر د حقپرست پرونی سیال دوبر د آمریکا یو له تجربه لرونکو لوبغاړو څخه دئ، چي د قفس دننه په یو اف سي سازان لوبو کي ۳۱ ځله لوبېدلی.
د معلوماتو له مخي هغه په یادو ۳۱ لوبو کي ۲۲ لوبي ګټلي او ۹ لوبي ئې بیا بایللي دي.