د رنګونو ځانګړنې او ماناوې

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه؛ ملیحه ناصري
کله مو هم په دې اړه فکر کړی چې ځان په څه ډول چاپېریال کې آرامه احساسوئ، یا کوم رنګ ستاسو د خوښئ او برعکس د خپګان لامل کېږي؟
موږ زیاتره وخت چې کله جامې پېرو، په لاشعوري ډول یو رنګ زموږ پاملرنه جذبوي او موږ د ځان پر لور ورکاږي. یا هم خپل کور په هغه رنګ، رنګوو چې زموږ ورته خوښه وي. دا ځکه چې هر رنګ زموږ پر اروا اغېز ښندي. زیاتره رنګونه د یوه ځانګړي څیز، پېښې، احساس نښې او سمبولونه دي. دلته مو د ځینو نامتو رنګونو او هغو رنګونو په اړه مالومات درته لیکلي چې ډېر کارول کېږي.
سپین: سپین رنګ د پاکۍ، معصومیت رنګ دی. دا رنګ انسان ته فضا ښکلې او پراخه ښکاروي، نو ځکه خو ټول روغتیاپالان سپینې چپنې اغوندي، چې ناروغان یې له دوی سره د ارامښت احساس ولري. سربېره پر دې د ناوې‌ګانو جامې هم ځکه سپینې ټاکل کېږي چې د ناوې د پاکۍ ښکارندویي کوي. سپین رنګ په مینه‌ییزو خبرو کې د بېتفاوتۍ نښه هم بلل کېږي، مثلاً که څوک غواړي چاته دا وریاد کړي چې ګڼې هغه د دې/ ده پر وړاندې بې تفاوته دی/ ده، نو سپین ګل ورکوي یا په یوه بله طریقه په سپین رنګ خپل پیغام ورلېږدوي. سپین رنګ د لمر وړانګې او نور لږ جذبوي او ډېر یې منعکس کوي، نو ځکه خو عربي هېوادونه سپین کالي اغوندي. دلته هم د ښوونځي د نجونو ټیکري د پاکۍ د سمبول او د نور د کم حذبۍ په موخه سپین ټاکل شوي دي.
ژېړ: دا رنګ د هغو رنګونو له ډلې دی چې مزاج یې ګرم یا تود دی. د نور د ډېر منعکس کولو له امله سترګې برېښوي. که ډېر ځنډ ورته وکتل شي، د ړندیدو امکان هم ډېرولی شي. هېڅکله د کمپیوټر پر صفحه مو یا بک ګرونډ یې ژېړ رنګ مه کاروئ. دا رنګ ژر سړی جذبوي هم او ستړی کوي هم. مانا ژر مو پام ځان ته اړوي، خو لږ وروسته مو خُلق په تنګوي. اشتها پاروونکی دی، نو ځکه د ډېرو رسټورانټونو رنګ همدا وي. په مینه کې د ماتې خوړلو او بېلتانه سمبول دی. څوک چې مینه‌ییزه ماته وخوري، ژېړ ګلان خوښوي او مقابل لوري ته پرې شفر ورلېږدوي.
نارنجي: د ژېړ او سره رنګ له ګډونې جوړېږي. انرژي ورکوونکی، ګرم تبیاته (مزاج) او زړه‌راښکونکی دی. په شپه کې ژر ښکاري او لکه شب‌بین داسې دنده لري. زموږ د هېواد د ښاروالي کارکوونکي ځکه دا رنګ اغوندي چې انرژي ورکوونکی او زړه‌راښکونکی دی.
سور: ګرم تبیاته، غوسه‌پاروونکی او د مینې سمبول دی. احساسات ژر راویښوي او مینان سور رنګ د مینې رنګ ګڼي، خو سور رنګ نارینه‌وو ته شهوت پاروونکی دی او سره له دې غوسه کوي یې هم. سور رنګ د مینې رنګ ځکه نه شي کېدی چې دا د انساني غریزو (شهوت)  لامل وي. او مینه له دې حسه پاکه ده. د سور رنګ مینه لنډه او ژر ختمېدونکې ده. ښه به دا وي چې د سور رنګ پر ځای سپین د مینې سمبول شي چې د یوې رښتینې او تلپاتې مینې نښه شي. ناوې ځکه سپینې جامې اغوندي بیا د خاوند کره ځي، ځکه چې هغه ته د جامو د رنګ په مرسته د خپلې وفادارۍ او تلپاتې مینې ډاډ ورکوي.
ګلابي: پیکه سور رنګی، د محبت سمبول دی. ژر انسان جذبوي، خو ډېر وخت کتل ورته سرچپه عمل کوي او سړی په تنګوي. ډېری نجونې بیا دا رنګ خوښوي.
اسماني شین: آراموونکی، د سولې، نظم او سمون سمبول دی. نارینه دا رنګ ډېر خوښوي، ځکه نو د ډېریو نارینه‌وو جامې او یخن قاغونه همدا رنګ وي. د زړه توند ضربان آراموي او د وجود لوړه تودوخه کېنوي. څوک چې رژیم نیسي، هڅه دې وکړي چې لوښي او قابونه شنه اسماني وکاروي.
شین: د طبیعت سمبول او خورا اراموونکی دی. د ارامتیا، سکون، نېکمرغۍ او رخې (بخیلۍ) نښه ده. سترس راکموي. څوک چې په داسې ځای کې کار کوي چې شین رنګ ولري یا پکې کارول شوی وي، تل ځان ارامه او راحته ګڼي. سربېره پر دې هاضمې سیسټم یې د نورو په پرتله لږ ستونزې پیدا کوي.
ارغواني: بیخي لږ پیدا کېږي، خو د وفا، شتمنۍ او عقل سمبول دی.
شتري (قهوه یي): د تواضع نښه ده، سړي ته باور او ځواکمنتیا وربښي. سره له دې کله کله د خپګان لامل هم کېږي.
تور: هغه رنګ چې بیخي ډېر پلویان لري، خو دا رنګ زموږ په فرهنګ کې د ماتم، غم او بدشګونۍ نښه ده. کله چې څوک کونډه شي، تور ټیکری ور پر سر کوي. په مړي او جنازو کې تور رنګ اغوستل کېږي. مانا له کلتوري پلوه زموږ ټولنې دا رنګ کږلی. میندې هڅه کوي چې زامن یې تورې جامې او لوڼې یې تور ټیکري وانه غوندي. زموږ د نجونو د ښوونځیو جامې هم تورې دي . ډېری نجونې او هلکان دا رنګ ځکه ډېر اغوندي چې د ځواکمنتیا او ښه شخصیت نښه ده. له تورو جامو سره انسان ځان خوندي احساسوي. جذابه، رسمي رنګ دی. چاغ خلک ډنګر ښکاروي. او له طبي پلوه بیا تور رنګ هورمونونه ګډ وډوي. دفاعي سیسټم کمزوری، عصبي او اروایي ستونزې ډېروي.
خو د تور رنګ د یوې پلوې په توګه وایم چې د انسان دروني حالتونه په رنګ پورې نشو تړلی. زه چې کله خپه وم ماته تور او سپین رنګ هېڅ توپیر نه کوي. چې خوشحاله یم، هېڅ مې هم دې ته پام نه وي چې سر تر پښو مې تور اغوستي. مانا رنګ به پر احساساتو اغېز ولري، یا به د انسان د خوی لږ استازیتوب وکړی شي، خو دومره هم نه چې د هر حس تر شا دې د رنګ لاس وي. او څنګه چې سړی د یوه رنګ په اړه ګومان قوي کړي، هماغسې ورپېښېږي هم، ځکه تلقین انسان ماتوي هم او پیاوړی کوي یې هم.