د نړۍ تر ټولو کوچنی سړی ومړ!

سپینه تجريدي ډیزاین

خاګندرا تاپا مګار د نړۍ تر ټولو کوچنی ترینه سړی د ۲۸ کلنو په عمر مړ سو.
خاګندرا تاپا مګار د ۱۹۹۲م کال د اکتوبر میاشتي په ۱۴مه نېټه نیپال هیواد کي زېږېدلی وو.

هغه د پیداکېدو په وخت کښي یوازي ۶۰۰ ګرامه وزن درلود او خلګو هغه ته کوچنۍ مجسمه ویله.
خاګندرا تاپا مګار په ۲۰۱۰م کال کي، چي ۱۸ کلن وو د ۶۷،۸ سانتي متر اوږدوالي په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو کوچنی ترینه سړی ونومول سو او نړیوال ریکارډ ئې خپل په نوم کړ.

دا کوچنی سړی د یوه میوه خرڅونکي سوداګر زوی وو او وروسته ئې په ۲۰۱۱م کال کي په ډیري چټکۍ سره د نیپال هیواد حسن سفیر په توګه وټاکل سو.

خاګندرا په اخیرو ورځو کي د زړه په ناروغۍ اخته سو او بلاخره د جمعې په ورځ سهار ئې له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې.
اوس د نړۍ تر ټولو د کوچني ترینه سړي لقب کلمبیایي ادوارد نینو هرناندز ته ورکول کیږي.

ادوارد اوس ۲۸ کلن دئ او قد ئې ۷۰،۲۱ سانتي متره دئ.
دا کلمبیايي سړی د دې هیله لري، چي ښه میرمن، ښه کور او ښه موټر ولري.