کورنى تاوتريخوالى؛ ډولونه او لاملونه یې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د کورنۍ د يوه شخص په واسطه هر منفي عمل چې د کورنۍ د بل کس پر صداقت، سپېڅلتوب، خپلواکۍ، د بشپړ پرمختګ حق او روحي او جسماني روغتيا اغېز کوي، کورنى جنجال بلل کېږي.
په دې ليکنه کې به راسره د کورني تاوتريخوالي ډولونه او لاملونه ولولئ!
د کورني تاوتريخوالي ډولونه:
۱ – روحي کورنى تاوتريخوالى؛
هر هغه عمل يا محدوديت چې د کورنۍ د يوه کس وقار، ارزښت، هويت اصليت او پرمختګ ته زيان رسوي، روحي کورنى تاوتريخوالى بلل کېږي، لکه سپکاوى، رټل، کنځلې، د پیسو په بدل کې د لور ګانو خرڅول، په هر کار کې د ښځې ملامتول او داسې نور د روحي تاوتريخوالي بېلګې دي.
۲ – بدني (فزيکي) کورنى تاوتريخوالى:
قصداً يا په زور سره د جسماني قوې استعمال چې د زيان ژوبلې او يا د مرګ سبب وګرځي، بدني تاوتريخوالى ورته وايي، لکه وهل ټکول، په پړو تړل، د نوکانو ويستل اوداسې نور د بدني تاوتريخوالي مثالونه دي.
۳ – جنسي کورنى تاوتريخوالى؛
د شرعي احکاماتو خلاف په زور او جبر له يوه کس سره د جنسي اړيکو تحميلولو ته جنسي کورنى تاوتريخوالى وايي، لکه په کم عمر کې د هلک او نجلۍ واده کول چې وروسته له زلميتوب څخه ممکن هغوی ته د منلو وړ نه وي.
له نامنکوحې سره جنسي نږديوالى چې د دواړو غاړو د کورنۍ عزت تر پوښتنې لاندې راولي.
د کورني تاوتريخوالي لاملونه:
د کوني تاوتريخوالي په راتګ کې ډېر لاملونه رول لري چې هر يو يې د کورنۍ د غړو په روغتيا ناوړه اغېز اچوي چې د څو عمده لاملونو څخه يې په لاندې ډول يادونه کوو.
۱ – جهالت او ناپوهي: جهالت او ناپوهي د ټولو تېروتنو په سر کې راځي. يو بې علمه کس هېڅکله د خپل کار د پايلې په اړه فکر نه کوي او څه يې چې خوښه وي، کوي يې چې معمولاً  دا ناپوهي په يوه کورنۍ کې د تاوتريخوالي لامل ګرځي.
خو د علم په واسطه له بې علمۍ څخه نجات پيدا کولی او يو داسې چاپېريال برابرولای شو چې له تاوتريخوالي پاک وي.
۲ – بېکاري: بې کاري او د دندې نه لرل د کورني تاوتريخوالي يو له عمده لاملونو څخه دى چې له يوه سالم مصروفيته لرې، د فقر سبب ګرځي چې د فکر او تنګ لاسۍ په پايله کې تاوتريخوالى حتماً رامنځته کېدونکى دى.
د سالمې دندې نه لرل د يوې ټولنې د اقتصاد ستنې کمزورې کوي.
۳ – غلط دودونه: ناوړه دودونه د کورني تاوتريخوالي د منځ ته راتلو يو له مهمو لاملونو څخه دى.
دغه اعمال له خرافاتي عقايدو څخه سرچينه اخلي چې د ټولنې وګړي د هغې کارونو د ترسرولو لپاره هڅوي چې د انساني طبيعت مخالف دي. چې دا پخپله د کورني تاوتريخوالى د اشکالو په ډول څرګندېږي.
۴ – د نارينه وو مطلق واک: د تاوتريخوالي د منځته راتلو د انګېزو او لاملونو څخه يو هم واک يا د مردسالارۍ نظريه ده چې سړيو ته دا حق ورکوي چې پرته له کوم دليله کار واخلي او په هېڅ صورت د مقابل طرف (ښځينه) خبرې ونه مني چې دا لاره د تاوتريخوالي په رامنځته کېدو کې پوره ونډه لري.