څو موده مخکي د انګلستان کرکیټ بورډ د ۱۹ کلنو ترمنځ د نړیوال جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه، چي پکښي یو افغانی الاصله لوبغاړی حمیدالله قادري هم شامل وو.
تر هغه وروسته پرون سې شنبه د افغانستان او انګلستان ۱۹ کرکیټ لوبډلو ترمنځ یوه تمریناتي لوبه ترسره سوه، چي په هغه کي افغان لوبډلي په ۲۱ منډو بریا خپله کړه.
په دې لوبه کي د افغانستان خلاف په انګلستانۍ لوبډله کي یو افغانی الاصله کندهارۍ لوبغاړي حمیدالله قادري هم ولوبېد.
هغه د افغان لوبډلي یو لوبغاړی وسوځاوه، خو د توپوهني په برخه کي انګلستانۍ لوبډلي نه وو اخیستی.
حمیدالله قادري د افغانستان په کندهار ولایت کي ۲۰ کاله مخکي پيدا سوی او په لس کلنۍ کي د خپلي کورنۍ سره یو ځای انګلستان ته تللی، چي اوس هلته یو ځای له خپلي کورنۍ سره اوسیږي.
حمیدالله قادري له کوچنیوالي د کرکیټ سره علاقه درلوده، چي د خپلې ښې توپ اچوني له امله ئې دا دئ ځان د انګلستان کرکیټ ۱۹ کلني ملي لوبډلي ته ورساوه او په نړیوال جام کي به د انګلستان لپاره ولوبیږي.
افغانی الاصله قادري په راسته لاس اف بریک سلو توپ اچونه کوي او د دې ترمخه د انګلستان په ګڼو ځایي لوبډلو کی لوبېدلی، چي ګڼي لاسته راوړني ئې د خپلو لوبډلو لپاره درلودې.
انګلستان د ۱۹کلنو ترمنځ په نړیوال جام کي په دوهم ګروپ کي د ویسټ انډیز، آسټرالیا او نایجریا سره شتون لري.
انګلستان کرکیټ لوبډله په راتلونکي نړیوال جام کي خپله لومړۍ لوبه د رواني جنوري میاشتي په ۲۰مه نېټه د ویسټ انډيز په وړاندي، دوهمه لوبه د جنوري په ۲۳مه د آسټرالیا په وړاندي او درېیمه لوبه بیا د جنوري میاشتي په ۲۵مه نېټه د نایجریا په وړاندي ترسره کوي.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام د رواني جنوري میاشتي په ۱۷مه نېټه د سویلي افریقا په کوربتوب د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پېلیږي، چي په یادو سیالیو کي افغانستان هم ګډون لري او تېره اونۍ کي ئې سویلي افریقا ته سفر وکړ.