د اسپانیا هیواد د فوټبال او نړۍ وتلي کلب بارسلونا تېره شپه ناوخته د وروستيو ماتو او بدو پایلو له امله د خپلي لوبډلي روزونګی آرنسټو والورده لیري کړ.
د آرنسټو والورده پر ځای یاد کلب د خپلي لوبډلي لپاره بل نوی روزونکی کیکه سټین وټاکه.
کیکه سټین ۶۱ کلن دئ او تر دې مخکی ئې په راسینګ سانتاندر، پولي اخیدو، لوګرونیس، لوګو، لاس پالماس او ریال بیټیس فوټبال لوبډلو روزنه ورده غاړي وه.
کیکه سټین د یادو لوبډلو روزنه په ښه ډول کړې او د لوبډلو د پرمختګ او لوبو ګټلو لپاره خوار ښه تمام سوی.
د معلوماتو له مخي، چي د بارسلونا نوی روزونکی به نن شپه د دوو کلنو لپاره د بارسلونا کلب سره قرار داد امضاء کړي.
خو ځیني نور راپورنه بیا وايي، چي سټين به ممکن د بارسلونا لوبډلي د روزني لپاره د روان ۲۰۲۰م کال تر جون میاشتي پوري قرار داد امضاء کړي.
بارسلونا کلب وروسته له هغه والورده لیري کړ، چي تېره اونۍ کي ئې د اسپانیا سوپر کپ په نیمه پایلوبه کي د اتلاتیک ماډریډ څخه په یوه جالیبه لوبه کي ۳ ګولونه پر ۲ ماته وخوړه.
والورده په ۲۰۱۷م کال کي د بارسلونا لوبډلي ته د بل روزونکي انریکي پر ځای راغلي وو.