ژباړه؛ شپنه سلګۍ
د غاښونو د تورېدلو لاملونه او درملنه
په عادي حالت کې د وریو رنګ په بېلابېلو نژادو کې توپیر کوي، خو په نانورمال حالت کې د ورۍ توروالی او د ورۍ نورې ستونزې کېدای شي چې بېلابېل سببونه ولري، لکه ځینې ناروغۍ، د ځینو دواګانو اخیستل، سګرېټ او داسې نور.
د ورۍ انساج سخت ربړ ته ورته انساج دي چې د غاښونو له تاج څخه په لاندې برخه کې په سور ګلابي ته مایله، سور نسواري ته مایله رنګ لیدل کېږي.
د خولې د حفظالصحې مراعات کول د دغو انساجو/ وریو په خوندي پاتېدو کې خورا زیات رول لري.
هغه سببونه/ عوامل چې د وریو د توروالي سبب کېږي؛
۱ – میلانین Melanin: دا ماده وجود په طبعي ډول تولیدوي، دا ماده پوستکي، وېښتانو او سترګو ته رنګ ورکوي، یعنې د دې مادې زیاتوالی یا کموالی په پورته دریو ناحیو کې په ښه توګه معلومېږي.
نو د وریو د رنګ توروالی هم په هغو کسانو کې، چې د وجود د میلانین د افراز سویه یې زیاته وي د لیدو قابل ده، خو باید وویل شي چې په هغه صورت کې، چې لنډمهاله تغییر د رنګ په وریو کې ولیدل شي، علت میلانین نشي کېدای.
په داسې حال کې ویلی شو چې توروالی ممکن د کومو ناروغیو له وجې رامنځته شوی وي.
۲ – سګرټ څکول Smoking: سګرټ د وریو د رنګ د توروالي یو له عمده عواملو څخه دي چې د وریو د توروالي یا شینوالي سبب ګرځي چې Smoking دا ډول توروالي ته هم وايي. Melanosis هغه حجرات کوم چې په وجود کې د میلانین د تولید وظیفه په Melanocytes غاړه لري د میلانوسایټ حجراتو په نامه یادېږي.
نیکوتین ماده کومه چې په تمباکو کې شته د دغو حجراتو د تنبه کولو سبب ګرځي چې په نتیجه کې د میلانینو افزار زیاتېږي او ورۍ خپل طبعي رنګ له لاسه ورکوي او تور یا شین ته ورته رنګ اختیاروي.
دا ډول توروالی چې علت یې سګرټ وي، له وریو سربېره د غامبورو په داخلي برخو او لاندینۍ شونډه کې هم لیدل کېږي.
معلوماتو ښوولې چې دا ډول تغییر د رنګ که چېرته علت یې له منځه یوړل شي بېرته عادي حالت ته راګرځي.
۳ – دواګانې Medication: یو تعداد دواګانې هم شته چې ممکن د وریو د رنګ د تغییر سبب وګرځي. دا کوم Minocycline لکه د تتراسکلین له کورنۍ څخه د تداوۍ په Acne ده چې موخه ترې استفاده کېږي د دې دوایي عمده جانبي عوارض او Pigmentation دي چې زیاتره Discoloration په غاښونو او وریو کې د رنګ د تغییر سبب ګرځي، نو که چېرې د کومو درملو د استعمال په مهال په وریو یا نورو انساجو کې د رنګ تغییر ولیدل شي، سمدستي باید د مشورې په خاطر ډاکټر ته مراجعه وکړل شي.
۴ – د املګم خالونه Amalgam Tattoo: املګم یو نوعه ماده چې د غاښونو د ډکولو په هدف ترې استفاده کېږي، دا ډول ماده په خپل ترکیب کې یو تعداد اوسپنیز ذرات لري. که چېرې د ډکېدو په مهال دا ذرات د ورۍ تر پوست لاندې ننوځي او پاتې شي، په هغه نقطه کې تور رنګه خالونه لیدل کېږي او یا هم په بله هره ساحه کې دا ذرات تر پوست لاندې داخل شي، رنګ تغییروي.
۵ – د Acute Necrotizing Ulcerative gingivitis: د ورۍ یو نوع میکروبي ناروغي ده چې پکې د وریو سخت درد، پړسوب، تبه او د خولې سخته بدبویي احساس کېږي.
په دې ناروغۍ کې د ورۍ انساج مړه کېږي چې دغه مړه انساج د ورۍ د رنګ د تغییر یا توروالي سبب کېږي. که چېرته د دې ناروغۍ په جریان کې ناروغ ډاکتر ته ولاړ نه شي، نو د وریو د له منځه تللو، د غاښوونو د ښورېدلو، بدبویۍ، د خوب له منځه تللو او رواني ناروغیو سبب کېږي.
اډیسون ناروغي Addison s Disease: دا ناروغي د ادرینال غده یا Adrenal Gland زیانمنويؤ کوم چې د هورمونو د بلانس له منځه وړي.
دا ناروغي نه پرېږدي چې نوموړې غده په کافي اندازه افرازات وکړي چې په نتیجه کې د نورو اعراضو او علایمو تر څنګ د وریو او شونډو د رنګ تغییر هم پکې لیدل کېږي.
په دې ناروغۍ له وریو او شونډو سربېره د وجود په نورو ساحو کې هم د رنګ تغییر لیدل کېږي. که چېرې دا ناروغي تداوي نشي، خطرناک عواقب رامنځته کوي.
د وریو د توروالي درملنه؛
درملنه له سبب پیدا کېدلو څخه وروسته کېږي.مثلاً که چېرې علت یې انتانات یا اډیسون ناروغي وي، نو د درملو په واسطه یې تداوي کېږي او که چېرې یې علت سګرت څکول وي، نو په دې حالت کې د عمل د نه ترسرواي پر مهال ورۍ په طبعي ډول خپل رنګ ته راګرځي.
همدا رنګ په ځینو حالاتو کې د جراحي او لایزر په وسیله، چې نوې تکنالوژي ده، د وریو د رنګ تغییر له منځه وړي.