د کاکاو ګټې، ځانګړتیاوې او زیانونه؛ دا ټول دلته لنډو کې درته وایو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه؛ ملیحه ناصري
د کاکاو ګټې:

  • انتي اوکسیډانټ لري.

  • د وینې فشار ټیټ ساتي او د لوړېدو مخه یې نیسي.

  • د وینې د ټینګېدو، د رګونو له بندښته او د زړه د سکتې مخنیوی کوي.

  • پولي فینول یې ډېر دی، ځکه نو انتي اوکسیډانټ دی او روغتیا ته ګټه لري.

  • تر چای او قهوې یې کافیین لږ دي.

  • کاکاو تریخ الکالویېد (تینوبرومین اووه)  لري، چې د ادار ځانګړی سیسټم تحریکوي.

  • دا ویټامینونه په کاکاو کې شته: (اې، بي یو، بي دوه، سي او اي).

  • معدني مواد (مګنیزیم، کلسیم، وسپنه، مس، پتاشیم)  لري.

د چاکلېټ او کاکاو ځانګړتیاوې:
د کاکاو دانې کلکې او سپین ژېړبخونده رنګ یې دی. دانې یې ځلېږي او بوی یې د چاکلېټ غوندې دی. د مېرمنو په سینګار توکو (لبسرین، کریم…) او عطرونو کې کارول کېږي.
دوه سلنه (نیوبرومین او کافیین) لري او هغه کسان چې فکري او ذهني فشار پرې ډېر وي، ورته ګټور دي.
چاکلېټ بیا ځینو کسانو ته ګټه او ځینو ته تاوان لري. هر څومره چې رنګ یې توربخوندی وي، هومره ښه وي. چاکلېټ غوړ وي او تر ډوډۍ وروسته خوړل یې د هضم پروسه ګډوډوي. ژر نه هضمېږي، آن کېدای شي د قبضیت لامل شي، ځکه غوړ دی او د وجود اوبه کموي. هغه کسان چې چاغ دي یا شکر لري باید ویې نه خوري. که چېرې روماتیزم ولري، د بډوډو او یېنې ناروغۍ ولري، مفصلونه یې ستونزې ولري، نو نه یې دې خوري. ماشومان دې په خوړولو کې احتیاط وکړي او ډېر خوړل یې د کلسیم د جذب او ودې مخنیوی کوي. ماشوم بې اشتها کوي او د شکر ناروغۍ ته یې چمتو کوي.
د کاکاو او چاکلېټ زیانونه:
که کاکاو ډېر وخوړل شي دا زیانونه ورسره مل دي: د ادرار بیا بیا تکرارېدل، د مخ لکې، د وینې اوریک اسید زیاتوالی، قبضیت، د زړه ټکان، بېخوبي، د یېنې او اعصابو ستونزې.

  • د هغو کسانو چې شریانونه بند وي، کلسټرول یا د وینې غوړ ولري، په نقرس اخته وي (هغه ناروغي چې مفصلونو ته پیدا کېږي)، بډوډي یې تيګه ولري او پر روماتیزم اخته کسان یې دې ډېر نه خوري.

هېره دې نه وي هر هغه خواړه، چې خواږه او غوړ ډېر پکې کارول شوي وي، خپل زیانونه لري. سره له دې چې کاکاو او چاکلېټ انرژي لري، خو باید په ټاکلې اندازه یا د اړتیا پر وخت وخوړل شي. خالص کاکاو تریخ وي او کله چې شیدې یا بوره ورسره ګډ شي، خوند یې بدلېږي. په خالص کاکاو کې غوړ ډېر نه دي، خو که نور شیان ورسره ګډ شي غوړ کېږي. هغه کاکاو چې خوږ او غوړ وي، مانا نور ترکیبات ولري باید په خوړلو کې یې احتیاط وشي. چاکلېټ بیا خالص نشته، ټول د نورو خوړو ترکیب دی.