د افغانستان د کرکیت ۱۹ کلني ملي لوبډلي پرون یکشنبه د هندوستان ۱۹ کلني ملي لوبډله په وړاندي یوه رسمي تمریناتي لوبه ترسره کړه، چي افغان لوبډلي د هند څخه په ۲۱۱ منډو توپير سخته ماته وخوړه.
په یاده لوبه کي لومړی هند توپوهنه وکړه، هند په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه.
کله چي د افغانستان ۱۹ کلن کرکیټ ټيم د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سو، نو ټوله لوبغاړي ئې د لوبي په ۱۷،۵ آورونو کي یوازي د ۴۴ منډو په کولو سره وسوځېدل.
په دې سره افغان ۱۹ کلني لوبډلي نړیوال جام ته د چمتوالي په موخه خپله لومړۍ رسمی تمریناتي لوبه هندوستان ۱۹ کلني لوبډلي ته په ۲۱۱ منډو وبایلله.
افغان ۱۹ کلني کرکیټ لوبډلي یاده لوبه پر داسي مهال وبایلله، چي د دې لوبډلي روزونکي رئيس احمدزي څو ورځي مخکي له رسنیو سره په خبرو کي وویل، چي افغان لوبډله له ځان سره قوي مرال لري او د نړیوال جام نیمه پایلوبي ته به هتمن لاره پیداکوي.
د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي افغان ۱۹ کلنه لوبډله به خپله دوهمه تمریناتي لوبه سبا د سې شنبې ورځ د انګلستان ۱۹ کلني لوبډلي په وړاندي ترسره کړي.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیت نړیوال جام راتلونکې جمعې ورځ د سویلي افریقا په کوربتوب د ۱۶ هیوادونو ترمنځ پيلیږي او د فیبروري میاشتي تر نهمي نېټې پوري به دوام وکړي.
افغان ۱۹ کلنه لوبډله د نړیوال جام په څلورم ګروپ کي د کوربه سویلي افریقا، متحده عربي آماراتو او کاناډا سره یو ځای ده.
د افغانستان دا لوبډله به راتلونکې جمعې ورځ (جنوري میاشتي په ۱۷مه نېټه) د نړیوال جام لومړۍ لوبه د کوربه سویلي افریقا په وړاندي ترسره کړي، دوهمه لوبه به د جنوري میاشتي په ۲۲مه د متحده عربي آماراتو په وړاندي او درېیمه لوبه بیا د جنوري میاشتي په ۲۴تمه نېټه د کاناډا په وړاندي ترسره کړي.