کله کله عصبي فشار زموږ روغتیا له خطر سره مخ کوي او د علمي څېړنو پر اساس حتا پر هغه ماشوم هم ناوړه اغېزه کوي چې د جنین په شکل وي.
خو ارواپوهان پر دې باور دي چې عصبي فشار تل د انسان نه زیانمنوي، بلکې کېدای شي ځینې استرسونه ښه وي او زموږ د جسمي او رواني روغتیا سبب شي، چې ښه استرس بلل کېږي. د ارواپوهانو په وینا زموږ ژوند پرته له هغه بې روحه او بې مانا دی.
استرس زموږ د هوښیارۍ سبب کېږي او مرسته راسره کوي چې د راتلونکو کارونو لپاره ځانونه چمتو کړو، مثلاً کله چې موږ ازموینه لرو استرس مو ښه درس او مطالعې ته مجبوروي.
د اعصابو ډاکټر “دانیلا کوفر” د کالیفورونیا برکلي په پوهنتون کې د استرس په هکله نوې ارواپېژندنې ته لاسرسی پیدا کړی و. د دوی ډلې دا د زدهکړې فعالیتونه په موږکانو کې څېړلي وو. لومړۍ یې موږکان په دوامدار استرس او بیا یې په ملایم – چې د انسانانو د ښه استرس غوندې دی – کرار کړل. ملایم استرس د دې سبب شو چې نوي عصبي سلولونه په مغز کې پرمختګ وکړي.
د سوداګریزو اړیکو کارپوه الکساندر لیختن فلد وایي: “که د ازموینې له صحنې بهر شئ، فشار درباندې راځي او انعطاف منونکي کېږئ. یوازې د عمل له اړخه نه، بلکې په ټولو اړخونو کې پرمختګ کوئ. دا په دې مانا نه ده چې باید له ځانه ډېر کارونه وکړو. که ښه استرس د شرم او پس پاتې کېدو خوا ته لاړ شي، نو هېڅ ګټه به ونه لري. پر دې اساس مو د ازموینې پر مهال هر څه له ذهنه وځي…”
نو هغه استرس ښه دی چې خطر نه پېښوي، لکه د خبرو په منځ کې یا د کاري مصاحبې پر وخت.
یوه بله لاره یې داده چې د غبرګون پر وړاندې فکر وکړي او خپل احساسات ومني. پرېږدئ چې هماغسې پاتې شي. د آرامولو هڅه یې مه کوئ، ځکه د هر حالت لپاره یې دلیل لري. که له لږ سختو حالاتو او ځانګړو شرایطو سره عادت شئ، هر غبرګون به مو د پخوا غوندې نه وي.
په ځینو خلکو کې د استرس کچه لوړه ده. ژنتیک، د جنیني دورې پېښي او د مغزي کړنو نحوه دا ټول اغېز لري. په دغو برخو کې یې ډېری نشي کنترولېدای، نو هغه څوک چې استرس لري، باید چې نه یې پر وړاندې کوم غبرګون ښکاره کړو او نه یې پړه وبولو.
داکټرانو یو بل څه هم موندلي، دوی وایي چې له استرس څخه ترلاسه شوې انرژي د ستړیا مخه نیولای شي. د دوی د څېړنو پر اساس، هغه څوک چې خوشحاله، پر خپلو کارونو مثبت فکر کوي او خپله موخه لري، نو تر نورو لږ ستړیا احساسوي.
بریالي کسان په ځینو ځایونو کې له ماتې سره مخ شوي، خو دې ماتې هم د دوی لپاره ارزښت درلود. دوی وایي: “ښه که زه دا کار وکړم، ښایي بریا ونه مومم، مګر خپلو هیلو ته د رسېدو او د خپلو کارونو د سم ترسراوي په خاطر همدا ګام ضروري دی. دا لیدلوری په دې مانا چې ګواکې منفي فکر په مثبت بدلوو.