د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي تکړه بریدګر لوبغاړی مصطفی زازی د کمبودیا هیواد د ویساکا فوټبال کلب سره په رسمي ډول قرار داد امضاء کړ او له دې وروسته به د یادي لوبډلي سره لوبیږي.
د کمبودیا هیواد د غوره لیګ ګډونوالي لوبډلي ویساکا په رسمي ډول اعلان وکړ، چي د افغان فوټبال ملي لوبډلي تکړه بریدګر لوبغاړی مصطفی زازی ورسره یو ځای سو او د لوبېدو تړون ئې لاسلیک کړ.
تر دې مخکي مصطفی زازی د کمبودیا هیواد په غوره لیګ سیالیو کي د یوې بلي لوبډلي فنون پن سره په تېر ۲۰۱۹م کال کي ولوبېد، چي د هغې لوبډلي لپاره ئې خورا ښې لوبي ترسره کړې.
راپورونه وايي، چي زازي په تېر ۲۰۱۹م کال کي د فنون پن لوبډلي لپاره ۱۲ لوبي ترسره کړې او په یادو ۱۲ لوبو کي ئې د یادي لوبډلي لپاره د لوبغالي د بیلابیلو زاویو څخه ۷ ګولوهني ووهلې.
په فنون پن لوبډله کي تر ښه لوبېدو وروسته دادی د ویساکا لوبډلي زازی له ځان سره واخیست او په ۲۰۲۰م کال کي به د یادي لوبډلي سره ولوبیږي.
ټاکل سوې زازی په یاده نوې لوبډله کي ۱۷م نمبر لباس په تن کړي.
مصطفی زازی د افغان فوټبال ملي لوبډلي هغه لوبغاړی دئ، چي د ملي لوبډلي لپاره ښه ځلیږي او د ټيم په لومړي یوولس کسیزه ټيم کي شتون لري.