ایا د ژمي په یخ موسم کې د مخ د پوستکي وچوالي ته اندېښمن یاست؟ ولې زمونږ پوستکی وچېږي؟! نن سبا ګڼ شمېر تولیدي کمپنیو د پوستکي د وچوالي د مخنیوي لپاره د ملیونونه ډالرو په ارزښت فابریکې جوړې کړې؛ چې د مخ د پوستکي د وچوالي ستونزه حل کړي خو د پوستکي د وچوالي ډېر لاملونه لري، چې د دغو لاملونو پر وړاندې مونږ ډېر بې پروا یو او هېڅ پاملرنه ورته نه کوو.
د ژمي په ساړه هوا کې باد او غېر نمجنه هوا د پوستکي د وچوالي تر ټولو ستر سبب دی. خو ځینې خلک په پېدایښتي ډول د وچ پوستکي درلودونکي وي، هغه کسان چې په شکر او جاغوري ناروغیو اخته وي د پوستکي وچوالی یې زښت زیات وي.
د پوستکي وچوالی په لویانو خلکو کې ډېر تر سترګو کېږي ځکه چې د هغوی د بدن د غوړیو کچه لږ شوې ده.
څنګه کولی شو چې د د وچ پوستکي درملنه وکړو؟
مخ د بدن د نورو غړو په پرتله ډېر ژر اغېزمنېږي، د مخ پوستکی د خورا یخ باد له امله ژر وچېږي او چوي. دا چې د مخ پوستکی نری ، نازک او حساس دی؛ نو ډېر حساسیت ښیي د دې لپاره چې د مخ پوستکی مو خراب نه شي، دلته اووه کورنۍ خو ساده درملنې درته وړاندې کوو.
.لومړۍ درملنه یې:
د ورځې په پیل کې نیم ګیلاس شیدې را واخلئ، د نرم مالوچو په مرسته یې پر مخ او څټ لږ وموښئ؛ شل دقیقې یې همداسې پرېږدئ او وروسته یې په پاکو او تړمو اوبو ووېنځئ، تر وېنځلو وروسته یې په مرطوب کونکي کریم غوړ کړئ؛ نو ستاسو د مخ پوستکی به ځلا لرونکی او نرم شي.
دویمه درملنه یې:
که د مخ پوستکی مو زیات وچېږي نو د تازه او نازکې کوپرې اوبه په خپل مخ ووهئ او تر پنځلسو دقیقو یې پرېږدئ بیا یې ووېنځئ؛ نو مخ به مو ځلېدونکی او ښکلی شي.
دریېمه درملنه یې:
د ماش مېوه چې ناک ته ورته مېوه ده او د تازه میوو شیره د دوه قاشوغو شاتو سره ښه ګډه کړئ، بیا یې پر مخ وموښئ تر لسو دقیقو یې پرېږدئ او وروسته یې په تړمو اوبو ووېنځئ.
څلورمه درملنه یې:
که چیرې غواړئ چې په اسانه او ارزانه توګه د پوستکي وچوالي ته د پای ټکی کېږدئ نو تازه مستې را واخلئ په خپل مخ او څټ یې وموښئ ، ځکه چې مستې د شېدو ځېنې تېزاب لکه لکټیک اسید لري ، چې همدغه اسید پوستکی نرم او تازه کوي، سربېره پردې مستې د پوستکي خارښت او ځوانکې هم له منځه وړي.
پنځمه درملنه یې:
کدو چې د انزایم لرونکی دی، کولی شي ستاسې پوستکی نرم وساتي، یؤ کدو سپین کړئ، لږه اندازه د دالو اوړه ورسره ګډ کړئ یعنې ځانګړي دال ، چې سېنامن نومېږي. او بیا یې پر مخ وموښئ، د څو دقیقو لپاره یې پرېږدئ او وروسته یې په پاکو اوبو ووېنځئ.
شپږمه درملنه یې:
یو پاک مالوچ د زېتونو په تېلو کې غوټه کړئ وروسته یې په مخ ووهئ ، مخ به مو ځلا او چربي پېدا کړي، ځکه چې زېتون په خپل ځان کې نمجن مواد لري.
اوومه درملنه یې:
د یو نرم صابون سره مو مخ په تړمو اوبو ووېنځئ کوم چې د وچ پوستکي پر وړاندې حساس دي.